د هېواد پارلمان لس سلنه مخابراتي ماليه لغوه کړه

د هېواد پارلمان لس سلنه مخابراتي ماليه لغوه کړه



روهي (څلورنۍ/۱۹ د تلې)، د هېواد ولسي جرګې نن ورځ د ولسمشر هغه فرمان لغوه کړ چې له مخې به يې د مخابراتي شرکتونو ګډونوالو لسه سلنه مخابراتي ماليه دولت ته سپارله.
پارلمان ادعا کوي چې په دې پروسه کې شفافيت نه وو موجود.
ولمسشر محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د ټولو مخابراتي شرکتونو په ګډونوالو په کرېډيټ کارت لس سلنه مخابراتي ماليه واضع کړي وه.
خو داسې ادعا کيږي چې دغه پيسې تر ډېره د ولت بودجې ته نه ځي، ځکه چې مخابراتي شرکتونه د ګډونوالو لپاره د ثبت سالم سېسټم نه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top