خلک: طالبانو په غزني کې مخابراتي ستني الوزولي

خلک: طالبانو په غزني کې مخابراتي ستني الوزولي



د غزني ولایت ځایي خلکو ویلي، چې ناپېژندو وسله‌ والو په تېرو دریو ورځو کې د غزني په مرکز کې د  ۳ مخابراتي پایې په بمونو ویجاړې کړي دي.
وايي، چې د مرکز په ارزو، بابایار، قلعتي کلیو کې او د دې ولایت د مرکز زیاترو سیمو کې ټیلیفوني اړیکې له ستونزو سره مخ شوي دي.
 

بل خوا د غزني خلک اندېښنه ښودلې، چې که حکومت په دې برخه کې پام ونه کړي، نو په دې سیمه کې به د مخابراتي شبکو نسبي فعالیتونه هم په پوره ټوګه بند شي.
 

په غزني ولایت کې د مخابراتي کمپنیو کارکوونکي د ویرې له کبله، وایي چې طالبانو خبرداری ورکړی ترڅو د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزني کې مخابراتي شبکو وسله والو ته باج بند کړی دی.
 
 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top