افغان پلاوی له شانګهای غونډې پنځه غوښتنې لري

افغان پلاوی له شانګهای غونډې پنځه غوښتنې لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۱۹مه) نن د روسیې پلازمېنه د شانګهای مرستو تړون د افغانستانپه اړه غونډې کوربه دی.
 په یادهغونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی.
حکمت خلیل کرزي ویلي، چې په شانګهای غونډه کې به یو مهم ابتکار وشي.
بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي شکېب مستغني ویلی، چې افغان پلاوی په مسکو غونډه کې پر پنځو خبرو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړې؛ اول دا چې دا ناسته د افغانستان په هکله ده او افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د افغانستان په هکله هره غونډه کې باید افغان پلاوی یې د مشرۍ په کچه وي. دوی ټینګار په دې کوي چې دا ناستې مشترکه مشرتابه ولري او یو مشر یې هم افغانستان وي.
مستغني ویلي، چې د افغانستان بله غوښتنه په شانګهای تړون کې بشپړ غړیتوب ور کړي او دریم ټکی دا چې د شانګهای تړون غړي هېوادونه په بشپړ ډول له افغانستان سره په، امنیت، ترهګرۍ له منځه وړلو او ټیکاو راوستلو کې همکاري ولري.
څلورم د شانګهای غړي هېوادونه باید له افغانستان سره، اقتصادي مرستې زیات کړې او پنځمه غوښتنه دا ده، چې شانګهای دې د افغانستان په مشري د سولې په اړه  ټولو ناسته ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نننۍ ناسته کې د شانګهای غړو هېوادونو سربېره د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیران هم برخه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top