خلیل کرزی ویلي؛ د شانګهای په غونډه کې به یو مهم ابتکار وشي

خلیل کرزی ویلي؛ د شانګهای په غونډه کې به یو مهم ابتکار وشي



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش،تلې۱۹مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلی حکمت خلیل کرزی د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان غونډه کې د ګډون لپاره، مسکو ته تللی دی.​
ویل شوي، نن چهارشنبه به مسکو د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان د تماس د ډلې د غونډې کوربه دی.
 
کرزي ویلي، چې په یاده غوڼده کې به د افغانستان په اړه، پر یو مهم ابتکار خبرې وشي، خو هغه یې په اړه تر دې دمه جزیئات نه‌ دي ورکړي.
 
بل خوا په راپورونو کې  راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سې شنبې په ورځ مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ایګور مورګلوف سره کتلي دي.
 
د څلور اړخیزې همغږۍ نننۍ غونډه له دير ځنډ وروسته جوړېږي.

 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top