ترکیې له سربیا سره د سوداګرۍ او پانګونې ژمنې کړي دي

ترکیې له سربیا سره د سوداګرۍ او پانګونې ژمنې کړي دي



د ترکیې ولسمشر بلګراد ته د سفر په ترڅ کې له سربستان سره د سوداګرۍ او پانګونې ژمنې کړي دي.
نوموړی چې د سربیا له ولسمشر سره په یوه خبري ناسته کې راڅرګند شو وویل چې د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري ۸۵۰ ملیونه دالره ده چې دا کافي نه ده او باید یاده شمیره څو چنده لوړه شي.
له بلې خوا د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ وویل چې سربیا له هیوادونو سره پاکې اړیکې او په اړیکو کې پاک لاس لرل غواړي. نوموړي د دې په ترڅ کې د خپل هیواد په خپلواکۍ او ملي حاکمیت ټینګار وکړ.
د اردوغان د یاد سفر په ترڅ کې د دواړو خواوو تر مینځ بیلابیل سندونه لاسلیک شول.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top