د بهسودو دويم پُل لا جوړ نه دی چې بیرته ونړیده

د بهسودو دويم پُل لا جوړ نه دی چې بیرته ونړیده



د ننګرهار ولایت د بهسودو په سیند باندې څو لسیزې وړاندې لومړی پُل جوړ شوی، چې په دې وروستیو کې د پُل ځیني برخې خرابې شوې او خلکو ته په تګ راتګ کې ډيرې ستونزې وي.
افغان دولت د خلکو تر غوښتنو وروسته د بهسودو دويم پُل منظور کړ، چې کال وړاندې ورباندې کار پیل شوو.
په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو پلنوالي سره د بهسودو دويم پُل یوڅه اندازه ورغول شوو خو خلک وایې څنګه چې په کار وو په هغه ډول نه دی رغول شوی چې نن سبا د پُل ځیني برخې بیرته خرابې شوې دي.
د پُل د جوړیدو چارې د الینګار الګوزي شرکت ترسره کړې وي ، چې د پُل د ځینو برخو تر نړیدو وروسته د ننګرهار والي ګلاب منګل د یاد شرکت مسؤل بندې کړ، خو ورځ وروسته د ټولګټو وزارت په غوښتنه بیرته له بنده ازاد شوو، چې د خلکو سخت غبرګونونه یې راپورته کړل .
دبهسودو پُل د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په شمال طرف کې موقعیت لري چې د ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو سربیره د کنړ او نورستان ولایتونه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سره نښلوي، په دغه پُل د یادو سیمو په سلګونو زرو اوسیدونکي تګ راتګ کوي، چې ځایې کاروباریان هم له همدغې لارې ګټه پورته کوي.
د بهسودو نوي پله په خرابیدو سره خلک اندیښمن شوي او په دغه چاره کې دولت ګرم بولي او وایې چې، خپل مسؤلیت یې په سمه توګه نه دی ترسره کړی، په یاد پُل تګ راتګ کوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې پُل باید په سمه توګه ورغول شي او د خلکو له ژوند سره لوبې ونشي، ځکه که د پُل همدا حال وي یوه ورځ به حتماً لویږي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب به ګرځي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top