څنګه کولای شو پر نورو اغېز وکړو

څنګه کولای شو پر نورو اغېز وکړو



ژباړن: احمدشاه «ویاړ»
پر خلکو اغېز، له نورو اغېزمنېدل او د هغوی څرنګوالی په بېلابېلو برخو کې د انسان په وړتیاو پورې اړه لري. په اغېز کولو کې ترټولو مهم ټکی روحي او معنوي ځانکړنې ـ لکه کلکه اراده، نېک اخلاق ـ ښه رویه او د پوهې د کچې لوړوالی دی. د مثبت اغېز منل د یوه کس د انعطاف منلو او حقیقت غوښتلو په کچه پورې اړه لري. منفي اغېز منل بیا د پوهې او ارادې له کمزورۍ نه پیداکېږي. پر دې اساس څومره مو چې اراده، نېک صفتونه، ښه اخلاق او علمي کچه لوړه کړئ او په دیني، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ډېره هڅه وکړئ؛ په همغه اندازه مو پر نورو اغېز زیاتېږي.
که غواړئ چې پر نورو مو اغېز زیات شي، لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
۱ـ  صمیمیت څرګندول:
له نورو سره صمیمانه مینه ولرئ او هغه ورته څرګنده کړئ. حضرت محمد«ص» فرمایي ((کله چې له تاسو څخه کوم یو د بل چا لېوال شو؛ خپله مینه دې ورته څرګنده کړي. دا کار خلک ډېر سره نژدې کوي)). د زړه له تله مینه او مقابل لوري ته یې اظهار د ګټورې او اغېزناکې اړیکې ترټولو مهمه لاره ده.
۲ـ له خوښۍ ډکه رویه:
د نورو د پام را اړولو او پر هغوی د اغېز تر ټولو لومړۍ غوره لاره له خوښۍ ډکه رویه ده. د لیدنې لومړۍ شېبې ډېر زیات ارزښت لري. د اړیکې بریا او ناکامي په همدې لومړیو شېبو پورې اړه لري. سلام او روغبړ، پر شونډو موسکا، مقابل لوري ته درناوی او د هغه منل پر نورو د نفوذ ډېره ښه
 لاره ده.
۳- مثبت پیل:
په مقابل لوري کې یو یا څو مثبت ټکي ومومئ او ورته څرګند یې کړئ. په دې وسیله ورسره اړیکه ټینګه کړئ. کله هم اړیکه په منفي ټکو مه پیلوئ.
۴- له مستقیمو رټلو نه ځان ساتل:
کله چې په مقابل لوري کې تېروتنه وینئ، په مستقیم ډول ترې ګیله مه کوئ او مه یې تر مستقیمې نیوکې لاندې راولئ.  اخلاقي مساله چې په کنايي او اشاروي ډول یاده شي؛ زر اغېز کوي. له ګناه او تېروتنې سره مستقیم او بې پروا برخورد کېدای شي د جرات او سرغړونې سبب شي او مقابل لوری د بد کار په هکله بې پروا شي، هغه ته توجیه ولټوي يا په کومه بله بڼه مقاومت وکړي. نو له تېروتونکي کس سره د زړه سواند ملګري یا پوه سلاکار غوندې برخورد وکړئ.
۵ـ ځان سپړنه:
پر نورو تر نیوکې مخکې د خپل ژوند د ځینو تېروتنو،. ماتو، ناکامیو او د هغوی د اصلاح کولو د څرنګوالي په اړه یادونه وکړئ.
پر تېروتنو اعتراف مقابل لوري ته د نژدې کېدو سبب ګرځي او صمیمیت ته لاره هواروي. دلته کولای شئ په بېلابېلو برخو کې اطلاعات وړاندې کړئ، د خپلو ستونزو او مخینې یادونه وکړئ، تر څو د راشه درشه او اړیکو لپاره موکه برابره شي.
ځان سپړنه وېره کموي، ځکه مقابل لوری ډاډه کېږي، چې له وېرو، ستونزو، شکونو، سختیو او ناکامیو سره په مبارزه کې یوازې نه دی. له دې طریقې نه د ګټه اخستلو پر وخت باید افراط ونه کړو، ځکه بیا د مقابل لوري ټول پام ستاسو شخصیت ته ور اوړي بله دا چې دا مساله باید د سړي د پټو رازونو د څرګندېدو سبب نه شي.
۶ـ ښه اورېدونکی اوسئ:
هڅه وکړئ چې ښه اورېدونکی و اوسئ او دې ته موکه برابره کړئ، چې مقابل لوری د ځان په هکله درته خبرې وکړي. که څوک وپوهېږي چې خبرو ته یې ښه اورېدونکی موندلی، په اسانۍ کولای شي خپل افکار و احساسات هغه ته ورنقل کړي او له هغه سره د اړیکې لپاره اقدام وکړي. په دې مرحله کې اورېدونکی کولای شي په  ښه اغېز کوونکې بدل شي. حضرت محمد «ص» ښه اورېدونکی و او همدا نېکه رویه یې د خلکو ترمنځ د محبوبیت یو مهم لامل ګرځېدلی و، ځکه خو یې پر ټولنه ژور اغېز کړی و.
۷ـ د احساساتو څرګندول:
د اغېزناکې اړیکې د ایجاد یوه بله غوره لاره د مقابل لوري د احساساتو سم تشخیص اوهغو ته ارزښت ورکول دي. د مقابل لوري احساساتو ته د غبرګون په وسیله کولای شو هغه وپوهوو چې په خبرو یې پوهېږو او ارزښت ورکوو.
ښه اورېدونکی هغه دی، چې مثبت احساسات د عکس العمل په ډول څرګند کړي او په دې توګه خپل اغېز زیات کړي. د احساساتو د څرګندولو له ډلې د مقابل لوري د خبرو د تایید په ډول سر خوځول، د حیرانتیا پر وخت سترګې پرانیستل او تندی کشول، ژبنۍ ستاینې او له ځینو تکیه کلامونو لکه افرین، ډېرښه، څومره جالب او نورو یادونه کولای شو.
۸- ارزښت ورکول:
نورو ته اعتبار ورکړئ،  شخصیت ته یې پر ارزښت قایل شئ او داسې کار وکړئ چې د صمیمت او شخصیت احساس وکړي.
۹ـ پرته له شرطه منل:
داسې کړنې ترسره کړئ چې مقابل لوری مو احساس کړي، چې هغه مو د خپل ذاتي ارزښت په خاطر منلی، اهمیت ورکوئ، د یوه انسان په توګه ستاسو د ریښتیني درناوي وړ ګرځېدلی، د کمزورۍ ټکو او عیبونو ته یې پام نه کوئ او هغه مو په همدې ډول چې دی، منلی دی. دا پامرنه او منل مقابل لوري ته د ارزښتمندۍ احساس ورکوي، له تاسو نه ډېر اغېزمنېږي. ځکه باید مقابل لوری پرته له کوم قید وشرطه یوازې د هغه د ذاتي ارزښت او انساني ماهیت په خاطر ومنئ او هغه ته ریښتینی درناوی ولرئ.
۱۰ـ انګېزه ورکول:
د خپلو کارونو په هکله مو په مقابل لوري کې شدیده علاقه او لېوالتیا پیداکړئ او د ترسره کولو لپاره یې لازمه رواني فضا رامنخته کړئ. د مقابل لوري ډېر کوچنی پرمختګ هم وستايئ او په هڅولو سره یې هغه ته داسې احساس ورکړئ، چې مطلوب لوري ته تګ او د تېروتنو جبران ساده خبره ده او په اسانۍ سره کولای شي چې ستونزې حل او نیمګړتاوې جبران کړي.
۱۱ـ مطلوب کړه وړه:
له نورو سره داسې سلوک وکړئ، چې تاسو یې تمه لرئ، یا په بله وینا څه چې ځان ته خوښوئ، هغه ته یې هم خوښ کړئ او د هغه لارښوونه وکړئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top