له هرې بلا چې خلاصون نه وي، دوه ځلې ورته خانده

له هرې بلا چې خلاصون نه وي، دوه ځلې ورته خانده



زموږ ګران هیواد افغانستان د نورو ډیرو هیوادونو په شان یو ګڼ توکمه هیواد دی. د تاریخ په اوږدو کې یې د ورورۍ په فضا کی ګډ ژوند سره کړی دی. غمونه او ښادۍ یې سره شریک دوست او دښمن یی مشترک وو او دی. که وغواړي او یا ونه غواړي په همدغه جغرافیه کی به تر هغه چې نړۍ ولاړه وي وړاندې هم ګډ ژوند سره کوي.
پدې اخیرو کالونو کې یو تعداد خود غرضه او پردي پالو د شخصی ګټو او پرديو ته د چوپړ په خاطر توکم پالنې، سمتپالنې او ژب پالنې ناوړه پدیدو ته لمن ووهله تر څو یو تعداد افراد او اشخاص په ځان باندې راټول کړي، چې دا په حقیقت کی د هیڅ افغان په ګټه نه دي بلکی د ټول افغان ولس لپاره زهر دي چې باید مخه یی ونیول شي.
د افغانانو لپاره دوه لارې وجود لاري.
۱/ د ورورۍ او برابرۍ فضا
۲/ د کینې او دښمنۍ فضا
که چېرې موږ د ورورۍ او برابرۍ په فضا کی سره اوسو نو کولای شو چی خپلې ډیرې ستونځې حل کړو او که د یو او بل سره دښمني کوو نو نه یوازې چی خپل مشکل به مو حل کړی اوسي بلکی هغه توان چی لرو یی هم له لاسه ورکوو، دښمن په اسانۍ سره کولای شي چې زموږ منځ کی لکه د چنجي ځای ونيسې ورو ورو مو له منځه یوسي.
په هره ټولنه کی ډول ډول افراد او اشخاص موجود وي. زموږ افغاني ټولنه هم د همدغه حالت څخه لرې نه ده، پرته له شکه په دې تیرو څلويښتو کالنو کې چې زموږ په هیواد کی جګړه روانه ده ډیری افغانانو پکشې ډول ډول تکلیفونه لیدلې دي کیدلای شی چی ورسره د ځینو نورو هیوادوالو لخوا چی هغه د بل قوم او بلې ژبی وي تیری او یا زیاتی هم شوی وي.خو دا پدې معنا نه شي کیدلای چی د یو څو ناروغو او جاهلو کسانو له وجې موږ د هغوی ټول قوم او ټبر ته د نفرت او کینې په سترګه وګورو. دا هم بیځایه خبره ده چی که چیرې د یو قوم کوم کس یو څه وایی موږ د هغه ټول قوم ته ګوته ونیسو.
همدارنګه افغانستان او افغان ولس خواره ډیر بهرني دښمنان لري. استخبارت یی زموږ په هیواد کې فعالیت کوي. هغوی غواړی چی د افغان ولس تر منځ په ډول ډول نومونو دښمنۍ راپیدا کړی تاجک د پښتون، پښتون د هزاره، همدارنګه هزاره د ازبک سره واچوي دا ځکه تر څو موږ افغانان په خپلو کی سره وویشی او دوی په اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسیږي.
وړاندیز:
کله چی زموږ د افغانانو غم ، درد، خوښي همدارنګه دوست او دښمن یو دی، هیواد مو یو دی پکار ده چی د ورورۍ او صميميت په فضا کی سره ګډ ژوند وکړو یو او بل ته لاس ورکړو تر څو د پرديو له احتیاج خلاص په خپلو پښو ودریږو نو موږ ټولو ته پکاره ده چی د ناروغه افرادو او اشخاصو همدارنګه د هغه کسانو مخه ونیسو چی بهرنیو استخبارتو ګمارلي دي کوم چې د افغانانو تر منځ د بی اطفاقۍ او نفرت تخم کري، چټیاتو ته یی غوږ نه شو او په ګډه یی مخه ونیسو.
تل د وي د افغانانو تر منځ يوالي!
ورک او نابود د وی د افغان ولس دښمنان
څو چی ځمکه دا اسمان وی
تل به دا افغانستان وی.


tags

ستاسې تبصرې

*


Top