د نړۍ لس نامتو هکران او دهغوي برخلیک/ ۲ برخه

د نړۍ لس نامتو هکران او دهغوي برخلیک/ ۲ برخه



جاناتان جیمز Jonathan James
په مستعار نوم يې فعالیت کولو، غمګینه داستان لري! هغه خپل سایبري فعالیتونه له ځوانې څخه c0mrade جاناتان جیمز چې پیل کړل او د څو تجارتي او دولتي شبکو په هک باندې بریالي شو.
په ډیجیټالي نړۍ کې د جیمز شرورانه فعالیتونو هغه د نړۍ لس نامتو هکرانو په لست کې ځای پر ځای کړ، د دغو فعالیتونو پایله دا شوه چې هغه په ځوانۍ کې بند ته واچول شي.
سایبری فعالیتونه؛ جاناتان جیمز د ناسا شبکې آژانس ته په نفوذ کولو بریالې شو او د ناسا د شبکو د ځانګړو نرم افزارونو د منبع کوډونه(سورس کوډونه) یې غلا کړل، دغو سورس کوډونو ۱.۷ میلیارده ډالره ارزښت درلوده چې د ناسا د فضایي آژانس دې ته مجبور شو تر څو د دغې امنیتي ستونزې د حل لپاره خپل کمپیوټري شبکه د دریوو اونیو لپاره بنده کړي!
د کمپیوټري شبکو د بندیدو له کبله ناسا  یوڅلویښت زره ډالره  مالي زیان وکړ.
برخلیک؛ په ۲۰۰۷ میلادي کال کې، ځینې معتبره کمپنۍ د هغه د سایبری بریدونو قرباني شولې. جیمز تورونه نه منل. خو دی د دغو بریدونو اصلي متهم په توګه وپیژندل شو او بند خونې ته واچول شوه، بلاخره په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې خپل ځان پر خپله شاټ ګان وسلې ځان مړ کړ.




tags

ستاسې تبصرې

*


Top