پنځه خبري چې انسان بري ته رسوي

پنځه خبري چې انسان بري ته رسوي



بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد:
پنځه داسې ارزښتناکې خبرې دي چې که ور ته پام وشي، نو ان شاء الله تعالی د انسان د بري لپاره تضمين کوي.
د ديوبند د عالمانو مُرشد حاجي امداد الله مهاجر مکي – رحمه الله - په يوه تخته دغه پنځه جملې ليکلې وې.
هغه دا دي:
۱ : اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها .
ژباړه: د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چي ته په دُنيا کي ژوند کوې!
د دُنيا ژوند ډېر لږ او نا باوره دی.
که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی.
حضرت نوح – عليه السلام – ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو.
۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی.
ځيني روايتونه داسي دي چي د ده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو.
خو د مرگ په وخت کي ملک الموت ترې پوښتنه وکړه:
كيف وجدت الدنيا قال نوح : مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)
ژباړه : دُنيا دي څنگه و موندله؟
نوح – عليه السلام – وفرمايل : د هغه سورای په څېر مي و موندله چي دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او له بلي راووتلم !!
علامه قرطبي رحمه الله ليکي:
بنى نوح بيتا من قصب فقيل له: لو بنيت غير هذا فقال : هذا كثير لمن يموت ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)
نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ور ته وويل: که دي بل ( ښه ) کور جوړ کړی وی، ښه به وی ! نوح عليه السلام ور ته وفرمايل : څوک چي مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!!
۲ : دوهمه خبره دا ده : و اعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها .
ژباړه : د آخرت لپاره دي دومره کار وکړه څومره چي ته ژوند پکي کوې !
د آخرت ژوند تلپاته دی، نو د عقل تقاضاء دا ده چي د تلپاته ژوند لپاره ډېري هڅي کول ضروري دي.
۳ : دريمه خبره دا ده : و اعمل لله بقدر حاجتک اليه.
ژباړه: د الله – تعالی – لپاره دومره کار وکړه، څومره چي ور ته اړتيا لرې!
الله - تعالی – ته د انسان اړتيا په هر څه کي ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی.
په هر څه کي انسان ور ته محتاج دی.
نو عقلمندي دا ده چي بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ور کول شي.
۴ - څلورمه خبره دا ده: اسأل عن الذی لايحتاج الی احد !!
ژباړه: صرف له هغه چا سوال کوه، چي چا ته محتاج نه دی!!
هغه الله تعالی دی، چي خزانې يې ډکي دي، په سوال او غوښتني خوشحالېږي.
۵ - پنځمه خبره دا ده: و اعمل للنار بقدر صبرک عليها.
ژباړه: د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چي پر اور صبر کولی شې !!
يعني څومره چي د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوي وکړه!
د اور طاقت هيڅوک نه لري .
کله چي طاقت د اور نه لرو، نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو.
دغه پنځه ارزښتناک خبرې که په پام کي ولرو، ان شاء الله تعالی دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي.
الله پاک دي د عمل کولو توفيق راکړي. آمين
و صلی الله الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top