افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم له بنګله دېش نه پنځمه یو ورځنۍ لوبه ګټلې

افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم له بنګله دېش نه پنځمه یو ورځنۍ لوبه ګټلې



د افغانستان د کرکټ نوولس کلنو ملي ټیم بنګله دېش ته په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړې ده.
افغان ټیم په دې بریا سره وتوانېد د پنځو لوبو دا جام هم له بنګله دېش څخه وګټي.
د نن ورځې په لوبه کې افغان نوولس کلنو ټیم بنګله دېش ته ۲۴۰ منډې هدف ټاکلی و خو کوربه ونه توانېد دغه هدف ته ورسېږي او په ۲۰۶ منډو یې ټول لوبغاړي اوټ شول.
د افغان ټیم لپاره په ۲۴۰ منډو کې ابراهیم ځدراڼ ۸۳ او درویش رسولي پنځه اویا تر ټولو زیاتې منډې کړې وې او په بالنګ کې هم وفادار مومند ۴ ویکټې، قیس کلیوال ۳ او مجیب دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ټیم تر دې مخکې د پنځو لوبو دوه ګټلې وې او د نن ورځې بریا د جام د ګټلو لپاره وه.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top