دلـــداره! (غزل)

دلـــداره! (غزل)


 

هـسي خیال د بې خوبۍ ؤ، څه ریښتیا نه وه دلداره!
د دې ژوند، د دې قصمت له سره ساه نه وه دلداره!

دردځــــپلي موسقۍ به بیا له کوم زړه تاو ویستلای؟
لـــږ کافــــره دبــدبه، د هیڅ یو چـــا نه وه دلـــداره!

په شـــروع او ختــــمېدو کې به نو ولي مړ کېـــدلم؟
د عشق لــــوبه وه چي وشوه، کربلا نه وه دلـــداره!

فیضاني غوندي په ډېرو ور چاپېر ؤ؛ یو خوړونکی-
د دار پړی ؤ، لـه غــاړي، خو ګـــناه نه وه دلــداره!
 
2017/5/10
PM, 2017/ 5/ 10

tags

ستاسې تبصرې

*


Top