افغانستان د سيمې اقتصادي مرکز

افغانستان د سيمې اقتصادي مرکز




ډيری وختونه نړيوال او هيوادوال د هيواد د سياسي موقعيت په اړه خبرې کوي او دوی تل داسې څرګندونې کوي چې افغانستان ډيره ښه سياسي جغرافيا لري .
د نړيوالو او هيوادوالو د خبرې په تائيد دا خبره هم بايد په نظر کې ونيول شي چې افغانستان د دې تر څنګ چې ښه سياسي جغرافيا لري ،ښه اقتصادي جغرافيا هم لري، افغانستان د خپل اقتصادي موقعيت په سبب کولای شي چې په ډيرې اسانۍ سره د سيمې اقتصادي مرکز وګرځي سيميز هيوادونه دې ته اړ دي تر څو له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړيکې ټينګې کړي.
که موږ او تاسو خپلو ګاونډيو او سيميزو هيوادونو ته نظر واچوو به ګورو چې دا هيوادونه له افغانستان سره يوه بڼه اقتصادي اړيکي لري دهمدې اړيکې له کبله دوی مجبور دي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او دلته د ثبات لپاره کار وکړي . په هيواد کې د ټاپي پروژې په عملي کيدو سره هيواد له تاجکستان،پاکستان او هندوستان سره تړل کيږي ، د دې تر څنګ د پاکستان او منځني اسيا اړيکې له افغانستان سره ځکه مهمې دي چې د دې هيوادونو تر منځ سوداګري ورځ تر بلې پراختيا مومي او افغانستان دلته د پل بڼه لري .همدارنګه له ازبکستان څخه پاکستان ته د بريښنا ليږد د افغانستان له لارې .
له بلې خوا له ايران سره زموږ د اوبه اړيکه او د چابهار بندر چې افغانستان لپاره په نړيواله سوداګرۍ کې ډير مهم رول لري او د ايران لپاره د دې بندر جوړيدل او په لوی سوداګريز بندر بدليدل خورا مهم دي .
په همدې ډول هندوستان د دې تر څنګ چې په ټاپي پروژه کې له موږ سره اقتصادي اړيکې لري په هيواد کې د کانونو په راوستلو کې هم ليوالتیا لري او دا هیله لري چې د هيواد په کانونو کې پانګونه وکړي د د ترڅنګ د چین هیواد شتون په افغانستان کې ډير مهم دی ځکه له يوې خو چين په اقتصادي لحاظ لوی قوت دی له بلې خوا له پاکستان سره ښې اړيکې لري په اسانۍ سره کولای شي په هیواد کې د سیاسي ثبات لپاره کار وکړي دا په هغه صورت کې کيږي چې افغانستان له چین سره ښې اقتصادي اړيکې ټينګې کړي او د چين هيواد لپاره په هيواد کې د پانګونې ښې موقې برابرې کړي .
که پورتنيو څرګندونو ته ځير شو نو له ورايه ښکاري چې سميز او ګاونډي هیوادونه له موږ سره په يو نه يو ډول اقتصادي اړيکې لري د دې لپاره چې د دوی دا اړيکې لا پسې پښې شي نو راتلونکي حکومت ته پکار ده چې د هيواد اقتصادي پرمختګ لپاره ښې پاليسۍ جوړې کړي او د پورتنيو هيوادونو رول ته په ښه سترګه وګوري او دا هيوادونه په ډير ښه مهارت سره په هيواد کې په اقتصادي لحاظ ښکيل کړي تر څو د سیاسي ثبات او سولې خاوندان شو .
محمد داود نيازی
ليکنه درې کاله وړاندې ليکل سوی.
tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top