د اړیکو پر اساساتو عام بحث

د اړیکو پر اساساتو عام بحث



اړیکې د انسانانو ترمنځ د راکړه ورکړې، د مفهومونو لېږد را لېږد او نورو اړینو ټکو د تبادلې یوې هڅې ته ویل شوي دي. بل خوا اوسنی وخت یو بوخت وخت دی؛ لامل یې هم په یو نا یو ډول پراخې اړیکې دي. اړیکې د انسان اړتیا ده. ټول انسانان مجبور دی، چې له نورو انسانانو سره په یو نا یو ډول اړیکې ولري؛ ددې لپاره چې د خپل ژوند چارې سمې وخته یوسي.
په همدې اړه مو د ارتباط استاد پوهندوی محمد خان نیازي سره مرکه کړې ده.
استاد نیازی د بحثونو په لړ کې د اړیکو پر اساساتو خبرې کوو؛  استاده که په پیل کې راته ووایاست چې اړیکې څه دي؟
اصلاً ارتباط په انساني نړۍ کې د انسانانو د ټولنو یا د منبع او اخېستونکي ترمنځ هغه د افکارو، نظریانو او خیالاتو انتقال ده، چې مقابل کس پرې پوه شي یا په بل عبارت د معلومانو، اطلاعاتو او نظریاتو انتقال ده، چې له یوې منبع ځي او مقابل شخص پرې پوه شي.
استاده دا ارتباطات ولې مهم دي؟
انسان خدای پاک یو اجتماعي مخلوق پیدا کړی، ترڅو چې دی په اجتماع کې ژوندی کوي دی اړیکو ته ضرورت لري او بې اړیکو ژوند هېڅ امکان نه لري لکه څرنګه چې انسان هوا او اوبو ته ضرورت لري، په همدې ډول ارتباطاتو ته هم ضرورت لري ځکه انسان د ژوند ضروریات له اړیکو پرته ناممکنه ده چې پوره شي.
انسانان څنګه کولی شي، چې اړیکې جوړې کړي؟
دا بیا په علم، په جامعه، په فکر، په ذکاوت او استعداد پورې اړه لري، چې څوک په څه رقم جامعه کې اوسیږي؛ څه رقم فکر لري، علمي کچه یې څومره ده او د ژوند په کوم اړخ کې چا سره څنګه اړیکه ونیسي؛ نو مثلاً که موږ محصلان یا متعلمین وښیو نسبت له بې سواده خلکو نه د دوی د اړیکو نیول دا دي، چې دوی د علم په ډګر کې له خپل استاد، له خپل همصنفي، له خپل لارښود یا رهنما سره په کوم ډول اړیکې ونیسي هغه باید ډيرې حسنه وي، په علم روابطو یا هغه تار یا زاویه چې دی له مقابل شخص سره پرې ټینګیږي، باید هغه په داسې طریقه وساتي، چې د دواړو ترمنځ ډير داسې خوږ او نرم چلند وي.
یعنې استاد تاسې فکر کوئ، اړیکې جوړول یو ډول هنر دی!؟
بلکل؛ ګوره الله (ج) حضرت محمد (ص) ته هم وایي، چې ته که خلک د الله دین ته رابولي، نو الله ورته وایي: ادعو الا سبیل ربک بل حکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتي هی احسن. ته خلک را وباله، موعظو په نیکو ویناو سره په نېک حکمت سره.
ډيره مننه؛ استاد د اړیکو اساساتو مهم عنوانونه کوم دي؟
عموماً که د اړیکو پر اساساتو غور وکړو؛ لومړی خو مهم دا ده، چې رابطه نیوونکی یا سنډر او ریسور یا ارتباط اخېستونکي ترمنځ رابطه څه ده.
یعنې په دغې رابطې باید موږ فوکس وکړو؛ دا وپيژنو!؟
بلې؛ مثلاً که زه ځم دهقان سره خبرې کوم، نو زه باید په داسې سویه او چوکاټ کې خبرې وکړم، چې زه دهقان پوه کړم، که زه له متعلم سره خبرې کوم، نو زه باید متعلم پوه کړم ولې که زه له یو لوړ اکاډومیک شخصیت سره خبرې کوم نو زه باید د هغه په علمي چوکاټ کې د هغه د کاري ساحې په برخه کې په داخل د هغه څه کې چې دی معلومات لري زه باید په هغه اړوند ورسره خبرې وکړم، ترڅو ما و دی ښه تفاهم ته سره ورسیږو. په بل عبارت، د یو چا د ژوند تجربې د هغه علمیت، هنر او کمال دا که ته چا سره اړیکه ساتي دا باید تاته معلوم وي. ته که ده سره غږیږې ته باید د ده د تجربو د ده پوهې او د ده د ژوند د شته حالت او د تیر بګرونډ معلومات په نظر کې واخلې. نو په دغه وخت کې به تا دوه کماله کړي وي. یو به دې دا کړي وي، چې دی به له تا ځان ونه غړوي، بل دی به ته ډير ژر را جذب کړې. نو بناءً د تا او د ده ترمنځ رابطه هم د تجربې له لحاظه برابره ده، هم د علمیت په لحاظ برابره ده او هم د هغه شته هنر په مورد.
اړیکې یوازې ژورنالېستانو لپاره، په کار دي او که نه، د ټولنې هر وګړي لپاره؟
نه؛ هر ژوندی موجود چې په دې شته نړۍ کې ژوند کوي هغه دې اړیکو ته ضرورت لري؛ حتی هغه کې حیوانات وي.
که فرضاً یو څوک سمې اړیکې ونه لري، زیان به یې څه وي؟
دی به په دې دنیا کې یو طرف ته اوسیږي، کېدای شي ده ته به خپل ځان ښه ښکاريږي ولې د نورو خلکو پر وړاندې به دی بل ډول معرفي کېږي یا په بل عبارت دی بې اجتماعي ژونده ده. او د پیغمبر حدیث ده، پیغمبر(ص) امر کوي وایي چې تاسو له یو بل سره اړیکې وساتئ کېدای شي تاسې کامیاب شئ او خدای پاک هم وایي: یایهالذین امنو الصبرو (اې هغه کسانو چې تاسې اېمان راوړئ په صبر توصیه کوئ.) والصابرو (صبر وکړئ) ورابطو ( رابطې وساتئ، اړیکې وساتئ) لعلکم تفلحون ( شاید تاسې کامیاب شئ) نو ژوند په ارتباطاتو ولاړ دی. کله که موږ اړیکې ونه لرو، ممکن موږه له ډيرو مشکلاتو سره مخ شو.
استاد فکر کوم، د اړیکو اساساتو یوه موضوع  ځاني ارتباط دی؛ دا ځاني اړیکه څنګه راپيژنئ؟
ځاني ارتباط اصلاً د یو انسان هغه دروني یا مغزني ارتباط ده، چې دی په خپل ځان کې دننه فکر کوي تصور کوي، چې زه څه وکړم او د ټولو انساني روابطو اساس او بنسټ همدغه ځاني ارتباط تشکلیوي یا په بل عبارت که چېرته یو کس خدای مه که، لیونی وي عصبي مشکل ولري نو هغه د ځان په مورد ارتباط نه شي نیولی که یې ونیسي نو هغه دير ضعیف وي ددې پر ځای چې ځانته ګټه ورسوي نو هغه ځانته تاوان رسوي ولې که یو سړی فکراً جوړ وي او دننه له ځان سره مغزي یا دروني (انټر پرسنالټي) ارتباط وساتي نو هغه کولی شي، چې ددغه ارتباط په نتیجه کې فکر وکړي یو شی وسنجوي او همدغسې مستقیماً له یو بل داسې چا سره ارتباط وساتي، چې هغه د ده د ژوندي پاتې کېدو کې ډير رول ولري. مثلاً ته پوهنتون ته راځې، اول کې فکر کوې، چې ولې ژونالېزم ته ځم. امتحان ولې ورکوم. ژورنالېزم خوښوم، چې خوښ یې کړم څه باید وکړم. ګوره تا خپله اینده وټاکله.
یعنې دغه مکالمه له ځان سره د ځان په ګټه ده؟
اه! کېدای شي د خلکو په ګته هم وي. مثلاً که ته اهل سړی وې نو یوازې تاته نه بلکې ستا اولادونو، کلیوالو او نورو ته هم ګټه رسوي. که ستا دروني ارتباط ګډوډ وي نو ته نه ځانته ګټه رسولی شې او نه بل چاته.
بلکل استاده! د اړیکو له علم وراخوا له ځان سره ارتباط یا مکالمه له ځان سره لرل؛ ارواپوهانو ثابته کړې، چې د انسان د مغزي سکتې مخنیوي کوي، د انسان مغز ورسره لوړیږي، د انسان فکر ورسره انکشاف کوي، خو په هر صورت استاده په وروستیو کې راته وویاست، چې که فرضاً انسانان په خپلو اړیکو سم فکر ونه لري نو په انساني ژوند یې څه اغیز لرلی شي.
اغیز یې دا ده، چې دی ممکن په جامعه کې ټيټ ژوند ولري، په جامعه کې لوړ معیار ته ځان نه شي رسولی. که دی سمې اړیکې ونه ساتي، نو کېدای شي په ژوند کې دی له داسې کړاوونو سره مخ شي، چې څوک لاس هم ور نه کړي ځکه دی نه غواړي چې بل چا سره ځان ټيټ کړي یا اړیکې ورسره وساتي. همدغه اراوایي ناروغي ده او دی به ذهني مریض وي.
دقیقاً استاده د اړیکو علم که یو څوک ولولي نو کوم ټکو ته یې فکر وکړي؛ فرضاً که زه وغواړم، چې د اړیکو علم ولولم نو زه باید څه وکړم. له وړاندې په عمل که څه ثابت کړم او شاته تیوري باید څه ولولم؟
ډيره ښه پوښتنه ده. ددې لپاره، چې ته د اړیکو علم ولولې نو لومړی باید ته چې له کومو خلکو سره ژوند کوي د هغوی علمي کچه د هغوی ژوند د هغوی کلتور او د هغوی ټولې ساحې به وسنجوي او وروسته به یې په اړه تیوري ولولې چې د دوی معلومات راجمع کړې؛ ته که کله دوی سره رابطې ساتي، د دوی ټول اصول دې باید په نظر کې نیولي وي. ته باید داسې روابط وساتي چې د دوی له هغوی شیانو چې دوی بد وي دوی ورسره حساسیت ښي باید په هغه اړخ ونه غږیږې. ته باید کوشش وکړې، چې تل باید ددوی جذب کړې. په بل عبارت ستا ارتباط باید دوی سره د دوی د عقل، ژبې، کلتور او د دوی د سیمه ییزو دودونو او مذاهبو په رڼا کې وي ولو که ته هرڅوک هم وې خو که ته دوی سره ژوند کوې او غواړې چې په جامعه کې ورسره وه اوسيږې نو ته باید له دوی سره په دغه ساحه کې ژوند وکړې.
استاد ستاسې له دې وضاحت معلومیږي، چې کله اړیکې یادیږي یوه برخه یې انسان ده یا په بل عبارت د اړیکو یو عامل انسان ده!؟
بلکل ځکه انسان د خدای د نورو مخلوقاتو په نسبت لوړ مخلوق ده. ولقد کرمنا بني ادمه...
استاد ښايي دا یو بېل بحث وي. د انسان د کرماتو د انساني ارزښتونو؛ فکر نه کوئ، چې انسان یو خواته کو او اړیکه ونه شي یعنې له انسان پرته اړیکه نشته!؟
له انسان پرته به اړیکې وي. مثلاً حیوانات له یو بل سره اړیکې لري، دا سي ده. مرغان یو بل سره اړیکې لري خو د هغوی اړیکې دومره باارزښته نه دي لکه څه رقم چې انسان ده. ګوره دا ټولنه دنیا چې ده دا خدای د انسان د نفعې لپاره پیدا کړې. نورې اړیکې هم شته هرڅه له ځان سره اړیکې لري ته کې مرغان وګورې حیوانات وګورې ټول ځان سره اړیکې ساتي ولې د انسانانو اړیکې نسبت نورو موجوداتو ته نهه نوي اساري څو فیصده ګټورې دي.
ډيره مننه استاده تاسې له کلنو راهیسي اړیکې تدریس کړې دي د ارتباط په نوم مو یو کتاب لیکلی؛ تجربه مو څه ده. عملاً تاسې په ټولګي کې د اړیکو له آرونو څخه کوم اصل دی، چې ډير یې مراعتوئ؟
ددې یوه ګټه دا ده، چې ته که د اړیکو مضمون ولولې او تاته معلومات وي، ته چې کله صنف ته لاړ شي نو په اول ساعت کې محصلین تللی شې چې ته څومره وړتیا لرې او کولی شې چې محصلان داسې ژر را مات کړې چې په ډيرې کمې تجربې سره ته محصل هغه خپل هدف ته راولي او کار پرې وکړې. د اړیکو لمن دومره پراخه ده ، چې هغه په یو کتاب دوه کتابونو کې نه راټولیږي. ما کتاب لیکلی د پوهنیارۍ لپاره، ماته معلومه ده. زه اوس هم غواړم، چې دغه کتاب بیا تالیف کړم. ډيرې نمګړتیاوې لري مګر استادان اجازه نه راکوي؛ وايي په یوه نمګړې برخه کې کار وکړه مګر زه وینمه چې په اړیکو کې ډير کار دی، اوس ډيرو انسانانو ډير ماډلونه کشف کړي دي.
پوښتنه په بل ډول په لنډ ډول بیا مطرح کوم؛ ټولګي کې مو د اړیکو له مخې نه یا د اړیکو د استاد په صفت هغه څه څه دي، چې تاسې یې کاروئ بلاخره محصلان جذبوئ؟
هغه هنرونه چې مثلاً د اړیکو په کتاب کې شته، فرضاً د یو چا کچه معلومول...
ستاسې هنر څه دی؟
زما هنر په کې دا ده، چې زه صنف ته لاړ شم. زه له محصل نه دوه ـ درې پوښتنه مطرح کړم نو زه کولی شم، چې ویې پېژنم چې دغه محصل په څنګه کورنۍ کې ژوند کړی.
ډيره مننه استاده چې د بحثونو په لړۍ کې مو برخه راسره واخېسته.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top