د نړي لس نامتو هکران او د هغوی برخلیک/ لومړۍ برخه

د نړي لس نامتو هکران او د هغوی برخلیک/ لومړۍ برخه



ژباړه: ذبیح الله هیوادوال
(Kevin Mitnick)۱ـ کوين میتنیک
کوین میتنیک د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوي کمپیوټری یاغي په توګه پیژندل کیږی چې تر تعقیب لاندې دي!
دغه موضوع ددې ښکارندوي کوي چې دۍ څومره د کمپیوټری سیستمونو د امنیت  په  هک کولو او شرارت کې مخکښ دي!
د کوین د شرارت داستانونه له خوف او ډار څخه ډک دي او د هغه د فعالیتونه د ټولنیزی انجنیری په مرسته د مشتریانو د رمزونو او اکونټونو د غلا په برخه کې بشپړیږي.
په زړه پورې ده چې پوه شي د کوین د سایبري فعالیتونو اصلي محوریت د ( ټرک ډون ) فلم ده.
سایبری فعالیتونه؛ کوین میتنیک د ډیجیټالي وسایلو د یوه شرکت د شبکې د هک کولو په جرم یو کال بند تیر کړ او له آزادي څخه وروسته یې هم ټول فعالیتونه د درې کلونو لپاره تر څار لاندې ول، د دغې مودې له پاي څخه وروسته هغه خپل ۲.۵ کالونو عمر کې له شرکتونو څخه د  محرمانه معلوماتو او اسنادو د غلا او  همدا راز د ملي امنیت د قوانینو  نقض په برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
سرنوشت؛ بلاخره د شرورانه فعالیتونو په پایله کې تر نیول کیدو وروسته په پینځه کاله بند محکوم شوو، د پینځه کاله بند وروسته، بیا تر اوسه پورې د کمپیوټرونو او شبکو د امنیت په برخه کې د مشاور په توګه فعالیت کوي، اوس مهال کوین میتنیک د کمپیوټرونو او شبکو د امنیت په برخه کې د ( میټنیک سیکیوریټي کونسولیټي ) په نامه خپل مشورتي شرکت لري.
نور بیا ...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top