ولسي جرګه: د انتخابات مسؤلینو نه حاضرېدو په اړه به یو مکتوب ارګ ته ولېږو

  ولسي جرګه: د انتخابات مسؤلینو نه حاضرېدو په اړه به یو مکتوب ارګ ته ولېږو



 د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وايي، ولسي جرګې ته د انتخاباتې کمیسیونونو د مسؤلینو د نه حاضرېدو په اړه به ولسمشر ته يو مکتوب ولیږي.
ټاکل شوې وه چې نن د انتخاباتي کمیسیونونو مسؤلین، په دغو کیسیونونو کې د شته ستونزو په اړه د وضاحت لپاره ولسي جرګې ته حاضر شوې وای. خو نن يوازې د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا مشر او څو نور کارکوونکې یی غونډه ته حاضر شول چې دوی هم بیرته د ولسي جرګې لخوا رخصت شول.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top