د ممتاز په شاعرۍ کې خودي او بې خودي

د ممتاز په شاعرۍ کې خودي او بې خودي


د ممتاز په شاعرۍ کې خودي او بې خودي

په پښتو شعري ډګر کې له حمزه رح وروسته یو څو نور معتبر غږونه هم پوره ، پوره د اوریدو وړ وګرځیدل او تر ننه هم د شعر د تږیو لوستونکو په غوږونو کې ازانګې کوي .
د ممتاز شاعري هم داسې مهال سترګې پرانېستې، چې له ده مخکې او همعصر نور معتبر غږونه هم موجود دي او لا یې هم د شعر تږي اوري .
ددغو اوازونو په منځ ، منځ کې یوه بل آواز ته هم اړتیا لیدل کیده ، چې باید یو انفرادي اواز واوسي.
ممتاز همداغسې یوغږ پورته کړ ، چې دا دی د هنرمندانو سربېره د کره کتونکو هم پوره ، پوره د هرکلي وړ وګرځید.
د تېرو دوو اونیو راهیسې زخمک لولم ، چې تر دې دمه مې ورسره پوره ، پوره ساعت تېر دی .
زه د ممتاز اورکزي د شاعرۍ په اړه دومره وایم ، چې دده شاعري د هغه زوړ رباب په څېر ده ، چې پخې نغمې ترې راوځي او یو مست مطرب ورته پښه غځولې .
له دې ربابه بېلابېلې نغمې تر خلکو رسیږي ، ملنګان او درویشان ورته پخپل موډ رقص کا.
رندان یې په ماښامي کې په خپل جام کې محسوسوي ، مینان پکې خپل ژوند ویني او ...
د ممتاز په یو بل کتاب کې مې د هغه په شاعرۍ کې اذیت پسندي او خود اذیتي څیړلې وه ، خو په دې کتاب کې یې د علامه اقبال دوې سترې نظریي خودي او بېخودۍ ته تم کیږم.
اقبال د خودي نظریه په ۱۹۱۴کال وړاندې کړه ، چې دده له (اسرار خودي ) را وزیږده .
لکه څه ډول چې د ټیګور ګیتانجلي په نړۍ کې زوږ خپور کړ ، په همدې ډول د اقبال اسرار خودي هم نړیوال حېران کړل .
د خودۍ لفظ له خود نه اخیستل شوی ، چې خپل ځان ته ویل کیږي .
دا لفظ په دوو ماناوو کارول کیږي ، لومړی برداشت ترې د خپل نفس او ذات بشپړ شعور دی او په دویمه مانا د خپل ځان له حده ور هاخوا احساس پیژندل کیږي، چې د غرور او تکبر تر پولو ځان رسوي او د انسانانو له بدو صفاتو بلل کیږي .
خو لومړی برداشت یې بیا هغسې نه دی .
حدیث شریف دی :
چا چې خپل نفس وپیژنده، بېشکه چې خدای یې وپیژنده .
که لنډ ووایو د ذات عرفان د خدای ج د پیژندلو ذریعه ده ، چې په همدې وجه اقبال هم په خودۍ کې خپل مرکزي ټکی ګرځولی دی .
د ممتاز په شاعرۍ کې هم د خودۍ څرکونه ځای ځای لیدل کیږي ، چې یو بېل جدت او ندرت یې پکې پیدا کړی.

په لاره هم راسره خدای و ، مېکدې کې هم و 
د خوف یو سیوری پیمانې کې هم ،نشې کې هم و

دا چې خودي د یقین ژورو ته هم ویل کیږي او د ایمان مترداف هم بلل کیږي ممتاز هم په یوه بیت کې کټ مټ همدا خبره کوي :

یو عقیدت و رسیدلی د ایمان تر حده 
مندر کې هم و ، په موجونو او کعبې کې هم و

ځینې وختونه چې یو څوک ځان بشپړوي ، بیلابیلو ریاضتونو ته مخه کوي ، ځینې خو آن خپلې لارې ته هم را ونه ګرځي ، خو ډېر بیا داسې وي ، چې که له ځانه لاړ هم شي ، بېرته را ګرځي او ډیرۍ تجربې ورسره ملګري کیږي .
د حمزه رح په اړه هم ویل کیږي ، چې یو مهال یې خپله لاره ورکه کړې وه ، خو بېرته را وګرځید .
ممتاز هم د پخه فکر شاعر دی له ځانه د تللو او بېرته راتګ خبره داسې کوي :

له ځانه تلل او بیا واپس د ځان په لوري راتلل
دغه کمال په ما کې هم وو ، دایرې کې هم و

د همدې غزل په یوه بل بیت کې د لوی ذات د پیژندلو کیف په پوره ډاډ بیانوي او دا ډاډ د ځان پيژندنې وروسته تر ګوتو ورغلی :

سرور یوازې ستا لپاره په تسپو کې و پټ 
زما لپاره خو باور وکړه نغمې کې هم و

په ټولنیز لحاظ خودي د فرد د بیدارۍ چیغه ده، چې د ممتاز په شاعرۍ کې یې لسګونه بیلګې موندلی شو .
اوس راځو دېته ، چې د ممتاز په شاعرۍ کې د بېخودي بیلګې ولولو.
لکه څه ډول چې انسان د یوه ملت او د یوې ټولنې برخه ده نو په همدې ډول په یوازې ځان ژوند هم مخې ته نشي وړلی.
د فرد او ټولنې ترمنځ ځینې مشترکات او ګډ قوانین موجود دي ، چې دې اړیکې ته اقبال بیخودي وايي .
ددې لپاره چې فرد ته د ټولنیز ژوند توازن او هم اهنګي ور په برخه شي اقبال دا کار بیخودي بولي او دا فلسفه یې په ۱۹۱۸ کال وړاندې کړه .
د لوی شاعر مرزا غالب د یوه بیت مسره ده چې :
عشرت قطره هی دریا مین فنا هو جانا 
نو د اقبال د بیخودي فلسفه کې هم فرد څاڅکی او ملت دریاب بلل شوی دی.
که لنډ ووایو خودي د یوه فرد انفرادي نشونما او د هغه ارتقا ده، خو بیخودي قومي انا او ټولنیزې هڅې دي .
د بیخودۍ څرک چې کله د انسان د ذات له خلوتګاه را پورته شي ، د دونیا په هجوم کې ځای پیدا کوي .
تر دې چې له انسان ځان هیریږي او د من پر ځای د تو نقش ته لومړیتوب ورکوي ، یانې هغه د خپلو مفاداتو پر ځای د نورو ګټو ته اوږه ورکوي او د نورو په محرومیتونو اوښکې تویوي.
د ممتاز په یوه بیت یې کې لولو :

د وارخطا هجوم مې واخیستل یو څو عکسونه 
زه فریم کومه د خپل دور د انسان تنهایي

یوه بله خبره هم باید واضح کړو ، چې د اقبال د بیخودۍ فلسفه هغه نه ده ، چې د شرابو له څښلو وروسته انسان خپل ځان هېروي، دلته دا فلسفه په مثبته مانا ده او د ځان پر ځای نورو ته ترجیع ورکول دي .
ممتاز نه یوازې په ځان ژړیدلی بلکې د نورو په محرومیتونو یې هم اوښکې توی کړي او په پوره ایماندارۍ یې دا هر څه شعر کړي دي .
د ممتاز د قامي شعور ویښتیا د هغه په شاعرۍ کې ښه موندلی شو او سلګونه بیلګې پرې لري.
هغه د یوه غزل په یو څو بیتونو کې د خپل قام حالت داسې بیانوي :

اسمانه ! زمین زاد خو په دې حال دی ، دا څه حال دی ؟
اسمانه ! هر یو ګل دلته قتال دی ، دا څه حال دی ؟ 
اسمانه ! ور په غاړه دا قتال دی ، دا څه حال دی ؟
اسمانه ! پښتنو ته خو دې خیال دی ، دا څه حال دی ؟
اسمانه ! لا تر اوسه قیل او قال دی ، دا څه حال دی ؟
اسمانه ! ممتاز ګونګ لکه دیوال دی ، دا څه حال دی ؟

که د ممتاز زخمک تر پایه ولوستل شي ، د خپل قام او افغان انسان په وژنو او محرومیتونو دومره ژړیدلی ، چې په نورو کې یې کمې بیلګې پیدا کولی شو .
هغه چې د خپل قام په درد ژاړي ، بوږنوکي پوښتنې کوي ، چې له اروايي اړخه هم پکې د ممتاز حواس درک کولی شو .
هغه روان ناورین نه شي زغملی او پر ضد یې غږ پورته کوي :

زلزلې څه وکړل خو ټول یې سل کورونه وران کړل 
چې روزانه سل پښتانه وژني دا کوم افت دی ؟

د دریاب خویه زړونو زور کموي ، کوم یو رنځ دی ؟
د پښتنو سترګو اوبه وژني دا کوم افت دی ؟

لنډه دا که د ممتاز جي زخمک په پوره غور ولوستل شي ، نقادانو او لوستونکو ته به د شعر بیلابیلې کړکۍ پرانیستل شي ، چې د خپل ذوق او طبعې وړ بهترینه شاعري پکې موندلی شي .
په وروستیو کې د ممتاز په اړه دومره وایم چې د شاعرۍ ټول اسباب د هغه په طبیعت کې لا له وړاندې موجود دي ، چې کولی شي د ذوق د تندغرو تنده ور ماته کړي

tags

ستاسې تبصرې

*


Top