موږ اوبه که پلاستیک څښو

موږ اوبه که پلاستیک څښو


دا ټولو ته مالومه ده چې اوبه که جوش شي، نو میکروبونه او د انسان لپاره ناوړه او خطرناک مواد په کې له منځه ځي، خو د اوبو د تودوخې د درجې د لوړوالي سره سم د پلاستیک زررتیا هم لوړیږي؛ په اوبو کې شته پلاستیک د تودوخې د درجې د لوړوالي سره سم زهرجن مواد اوبو ته افرازوي.

په هغه ستره څېړنه کې، چې په دې ورستیو کې پوهانو ترسره کړې په ډاګه شوې ده، چې موږ د هر ګیلاس اوبو سره پلاستیک هم څښو، دوی نه یوازې د بوتل په اوبو کې د ‍پلاستیک شتون ثابت کړی دی، بلکې په طبعي اوبو کې هم.

دا چې د بوتل په اوبو کې له کوم ځایه پلاستیک  پیدا کیږي، کومه ستره او ګرانه قاضیه نه ده، خو له کومه ځایه په طبعي اوبو کې پلاستیک پیدا کیږي یوه جالبه خبره ده؛ پلاستیک د سلهاوو کلونو تیریدو وروسته تجزیه کیږي، نو هغه پلاستیکي خلته چې له نن نه ۵۰ کاله وړاندې چا غورځولې وه، اوس تجزیه شوې ده او د جوړښت عناصر یې خاورو سره او بیا اوبو سره ګډ شوي دي. دلته یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې که په غربي هېوادونو کې د چټلیو لومړی په بېلابېلو برخو ویش او بیا یې له سره کارول یوه عادي خبره ده، نو زموږ په هېواد کې له سره دا میکانیزم شته نه او که وي هم، له یوه ځای نه یې بل ځای ته په وړلو سره ټوله پروسه سرته رسیږي. هو چې رانه هېر نه شي، زموږ د ګران هېواد په ډېرو ولایتونو کې اوبه د څاه ګانې کاریږي او د څرنګوالي او صحيوالي په هکله یې نه کومې څېړنې شوي دي او نه هم کوم کنټرول شته؛ په ډېرو ولایتونو کې اوبه په ډېر کم ژوروالي کې وي او موږ کار ځني اخلو، چې یوه ښه بېلګه یې کابل دی. دا چې د ځینې ولایتونو د چټلیو او کثافت اوج کومې درجې ته رسیدلای دی، تاسې ټولو ته ښه مالوم دی.

چې خبره رانه اوږده نه شي، نو رابه شم اصلې موضوع ته.

پلاستیک که وسوځول هم شي، بیا یې هم د باران سره ټولې ذرې بېرته ځمکې ته راګرځي او له منځه نه ځي. 

د کارپوهانو د څېړنې په پایله کې دا جوته شوې ده، چې د نړۍ ۸۰ سلنه په اوبو کې پلاستیک شته او اندازه یې د هر کال سره نوره هم زیاتیږي؛ پوهان د پنځو لویو وچو د اوبو د څېړلو او ازموینو وروسته  داسې پایلې ته راغلي دي.

دا په جوته او ثابته شوې ده، چې په یوه لیتر اوبو کې د پلاستیک د توکسیک عناصرو شمېره لږ تر لږه ۰،۱ مایکرمیتر ښودل شوی دی. تاسې ښایي دا فکر وکړی چې ۰،۱ مایکرومیتر په یوه لیتر اوبو کې کوم خطر نه لري، نو د ورځې په ۲-۳ لیترو اوبو کې، چې موږ یې څښو، دغه وجود ته زیان رسوونکي ټوټې یوه ستر ټولګه جوړوي، چې د بدن په ډېرو برخه سخته ناوړه اغېزه لري.

په پای کې به یو ځل بیا یادونه وکړم، چې د اوبو جوش کولو سره که میکروبونه له منځه ځي، نو د پلاستیک زهرجن مواد په اوبو کې زیاتیږي چې په ډېرو فیلترونو هم نه پاکیږي.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top