د لنډیو سپړنه: چې ما ویلی خدای منلی   

د لنډیو سپړنه: چې ما ویلی خدای منلی   



سریزه
ادب هغې طبیعي چینې ته ورته دی، چې لښتي ته یې هر چا لاسونه لپه کړي وي او غواړي د دې چینې له سړو او طبیعي اوبو خوند واخلي او خپله تنده پرې ماته کړي؛ خو له چینې سره دا اړیکه د یوې ورځې یا د یوې میاشتې خبره نه وي، ځکه په یوې لپې اوبو د ټول عمر تنده نه ماتېږي، بلکې د لنډو شېبو لپاره یې تنده خړوبوي او لږه شېبه وروسته انسان بیا اړ دی، چې د تندې ماتېدو لپاره د چینې اوبو ته لاسونه لپه کړي.
په پښتو ادب کې لنډۍ هم یوه همداسې باکېفه ولسي چینه ده، چې هر لوستی او نالوستی ښځینه او نارینه له دې چینې محروم نه دی پاتې شوی او د خپل ورځني ژوند یوه برخه یا ضرورت یې ګڼلی دی او دا ضرورت ښايي د لنډۍ د لېونۍ مینې د خوند او کیف اغېز وي. هره لنډۍ په یوه ځانګړي حالت او وخت کې ویل شوې ده او موږ ته د هغه وخت او حالت ټوله کیسه بیانوي.                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                    د بېلګې په ډول د میوند په جنګ کې د میوندۍ ملالې ټپه، هغه ستر او له ویاړه ډک تاریخ دی، چې د هر پښتون او پښتنې په ذهن کې تر اوسه انګازې کوي او هغه صحنه یې سترګو ته درېږي، چې پښتنو ځوانانو د همدغې ټپې له امله بایلل شوې جګړه بېرته وګټله. په هر حال د دې تر څنګ نورې ډېرې داسې لنډۍ هم شته، چې د هر پښتون/پښتنې تر غوږونو به رسېدلې وي، خوند به ترې اخلي، خو په اصلي کیسه او تعبیر به یې نه پوهېږي، چې دقیقاً مثال یې بیا هم د پورتنۍ چینې په څېر دی، په دې معنا ړوند هم د نورو په څېر د چینې په سړو اوبو خپله تنده ماتوي؛ خو د هغې له دې ښکلي طبیعي جوړښت، منظرې او لیدلو څخه محروم دی، چې د لیدلو حس هم د انسان روح او طبیعت ته یو ځانګړی سکون او تازه ګي وربخښي.
ما چې په لومړي ځل داسې لنډۍ اورېدلې، نو همداسې د ړوند غونډې به مې ترې خوند اخیست، خو په اصلي معنا یې نه پوهېدم. په خپل ذهن کې به مې ډول ډول معناوې ترې اخیستلې او ډول ډول تعبیرونه به مې ورته تراشل؛ خو بیا به مې فکر وکړ، چې نه د دې لنډیو اصلي مطلب او مقصد بل څه دی؛ خو ایا دا په کوم حالت کې ویل شوي دي؟ همدې تندې پسې راواخیستم او ومې ویل، که په اصلي معنا یې ځان پوه کړم، نو هله به مې دا تنده ماته شي او خوند به یې دوه برابره شي. اړ شوم چې په اړه یې له استادانو او څېړونکو پوښتنې وکړم. ډېرو یې راته له خپل شخصي انده معنا او تعبیر کړې، چې دا هم سم او مننونکي تعبیرونه وو؛خو زه یې د هغې اصلي معنا په لټه کې وم، چې په کوم حالت کې دا لنډۍ ویل شوي دي. په پای کې په خپل مقصد کې بریالی شوم او ومې غوښتل، چې د دې لنډیو سپړنه په یو لیک کې له تاسې ادب مینه والو او درنو لوستونکو سره هم شرېکه کړم. البته تر ما وړاندې هم ډېرو مشرانو استادانو او څېړونکو په دې اړه لیکنې کړي او آن کتابونه یې هم چاپ شوي، خو ما هم تر خپلې وسې په دې برخه یو څه برابر کړي.
سپړنه
په دې لیک کې مې وشو کړای، چې لاندې شپږ لنډۍ را وسپړم او  هغه له خپلو اصلي او د فرعي معناوو سره تاسو ته وړاندې کړم. پيل به یې له دغې لنډۍ وکړم :
(۱)
که یاري کړم مخ مې تورېږي
که یاري نه کړم ماشومان له لوږې مرينه
داسې ویل کېږي چې لنډۍ معمولاً د ښځو له خوا ویل کېږي او یا د هغوي د بېلا بېلو حالاتونو بیان په کې وي. مشهور پښتو ژبي سندرغاړي کرن خان دا لنډۍ د موسیقې په تارونو کې پېیلې او شرنګولې ده. له هغه مې وپوښتل ؟ هغه راته د یادې لنډۍ اصلي تعبیر داسې وکړ :  "دا لنډۍ هم د یوې کونډې پښتنې د خولې فریاد دی. دلته یوه پښتنه کونډه په یوې داسې دوه لارې کې هکه پکه ولاړه ده، چې مېړه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. د کور او یتیمانو پالنه دې بې وزلې کونډې ته ورپاتې ده. اوس که چېرې بل واده ته غاړه ږدي، نو له دې ناوړه پښتني کلتور سرغړونه کېږي، چې مخ به یې په کلي او مالت کې تور شي، د پلار او نیکه له شملې به شرمیږي، د زامنو له راتلونکي ژوند څخه به حیا ورځي او د خلکو پېغور ته به جوړه شي. که بل واده نه کوي، نو د خپلو ماشومانو روزنه او پالنه به څنګه کوي او څوک به یې کوي؟" لوږې نه مطلب یوازې د نس لوږه نه ده، بلکې له لباس، خوراک، زده کړې، مناسب ژوند، غوښتنو او نور... څخه د محرومیت لوږه ده او د محرومیت دا درد له یوې مور پرته بل هېڅوک سم نه شي درک کولی. پښتني کلتور او دود کله ناکله دومره سخت او ناوړه شي، چې له اسلامي اصولو سره هم په ټکر کې شي، ځکه د اسلام په سپېڅلي دین کې یوه کونډه حق لري، چې دویم واده وکړي. که څه هم د پښتنو کړه وړه او کلتور تر نورو ‌‌ډېر په اسلامي اصولو برابر دي، خو په ځینو ښځينه مسایلو کې بیا یو څه سرغړونه کوي، چې قرباني یې ډېرې پښتنې پېغلې او ښځې وي.
په پښتني کلتور کې ښځو ته له کوره بهر د کار او فعالیت اجازه نه شته. که څه هم اوس دا کلتور د بدلېدو په حال کې دی، خو له داسې سخت حالت او وضعیت سره مخامخ کېدلو په صورت کې یوه مور د ځان لپاره نه، خو د خپلو اولادونو لپاره مجبوره ده دا جرأت وکړي، چې دا ناوړه زنځیرونه وشلوي او د خپلو ماشومانو د لوږې غم وخوري.
 
(۲)
چې ما ویلی خدای منلی
ورور مې مېړه وای مور مې خواښې وای میینه
د دې لنډۍ په اړه دوه ډوله تعبیرونه کېږي، خو د ډېرو لیکوالو په اند او زما د پلټنو په پایله کې لاندې تعبیر یې سم او پرځای دی. لومړی: ځینې لیکوال یې داسې تعبیروي، چې یوه پېغله له خپلې کورنۍ او د کورنۍ له غړو سره دومره مقدسه مینه لري، چې له خدایه دا هیله او سوال کوي، چې ورور مې مېړه او مور مې خواښې شي او پاتې ژوند هم په خپل کاله کې له خپلې کورنۍ سره تېر کړم، که څه هم تر یو حده دا تعبیر بد نه دی، خو داسې هم نه ده. دویم: د دې لنډۍ اصلي تعبیر او معنا داسې ده، چې یوې خور ته د زلمي ورور په شتون کې دا احساس پېدا کېږي، چې په کور کې داسې یو څوک پېدا شي، چې د ورېندار غږ پرې وکړي، د ورور کور اباد کړي، مور یې د یو چا خواښې او ورور یې مېړه شي او د یوې خور هیله او ارمان پوره شي.
(۳)
د یار مې پېغله خور په کور ده
نیستي د ورور ده چې بدل ورسره شمه
د خویندو مینې ته ګورئ چې په هر حالت کې ورسره د خپلې کورنۍ او په ځانګړي ډول د ورور مینه او غم وي. دلته هم یوه بې وروره خور له خپل معشوق سره مینه کوي او غواړي واده ورسره وکړي. د یار یې هم پېغله خور په کور کې ده؛ خو د دې نیستي دا ده، چې ورور نه لري او د ورور ارمان ورځي، چې د ځان په بدل کې د یار خور خپل ورور ته واده کړي. هم به د دې کار اسان شي او هم به یې ورور د ښځې خاوند شي. څېړونکی عبدالقیوم مشواڼی یې بیا داسې هم تعبیروي، چې د یوې خور یار په کور کې پېغله خور لري او د دې ورور د اقتصادي نیستۍ له امله د واده وس نه لري، نو خور یې د ځان په بدل کې ورور ته ښځه کول ښه د حل لاره بولي.
بس د خور مینه له دې لنډۍ قیاس کړئ چې وايي:
چې خویندې کښېني وروڼه ستایي
چې وروڼه کښېني خویندې بل ته ورکوینه
«««»»»
(۴)
زنا د مور سره روا ده
خور دې نکاح کا، چې ایمان دې تازه شینه
په اورېدلو به یې یو څه حیران شئ، خو د وارخطايئ خبره نه ده. دا لنډۍ راته کم او زیات اته کاله وړاندې د هېواد مشهور هنرمند او شاعر مرحوم رحیم غمزده ویلې وه، چې هغه وخت په جلال اباد کې سره ګاونډیان وو او زه د دولسم ټولګي متعلم وم. په اورېدلو یې زه هم حیران شوم او ژر مې ورته وویل: پوه نه شوم د دې لنډۍ مطلب څه دی؟ په خندا یې راته وویل، چې نه داسې خو یې درته نه وایم لومړی به راباندې یو یخ څښاک څښې. ( د اوړي غرمه وه او د یو ګاونډي ملګري هټۍ کې ناست وو). زه تلوسې را اخیستی وم، دستې مې له یخچال نه یو یخ د څښاکو کوتۍ راواخیسته. هغه بیا مسکی شو، چې نه ټوکۍ مې درسره وکړې. ما ویل استاد جانه ! د لنډۍ تعبیر راته ووایه.
بیا یې په مسکا وویل: د لومړۍ مسرې اشاره حیواناتو ته ده، تاسې به لیدلي وي چې د حیواناتو (وزې، مېږې، غوا او...) نارینه بچي، چې را لوی شي بېرته بیا خپلې مور سره یو ځای کېږي او دا د دوی لپاره روا دي. د دویمې مسرې تعبیر داسې دی، چې ټول مسلمانان خپلو کې وروڼه او خویندې دي، مخکې له دې چې یو زلمی له کومې پېغلې سره نکاح وکړي، د اسلام له نظره دوی سره خور او ورور دي او نکاح یو سنت عمل دی، چې پر ځای کولو سره یې یوه جوړه سره ښځه او مېړه کېږي او په نکاح کولو سره یې د هر مسلمان ایمان تازه او بشپړېږي.
(۵)
که خدای مې ته وې، رانه لاړې
که چېرې بل وي تا نه ښه به مې ساتینه
د مینې په سفر کې د ژوند له لاروي څخه د لار بېلولو نه به لویه جفا بله نه وي. دا درد په لاندې لنډۍ کې احساس کړئ، چې وایي :
زرې زرې زړه به راټول کړم
بیا به په نوم د یارانې خلک رټمه
زرې زرې زړه راټولول د ښيښې ټوټې راټول دي، چې بیا به هنداره نه شي، خو دلته کیسه داسې ده، چې یو معشوق خپلې معشوقې (یا پرعکس معشوقه معشوق) ته وايي: که چېرې مې خدای ته وې، نو ته خو دومره ظالم وې، چې را نه لاړې، زه دې ونه شوم ساتلای، زه دې په نیمه لاره کې پرېښودم او بیا ځان بې اسرې نه ګڼي؛ په حقیقي خدای عقیده یې ده او وایي که خدای مې بل وي، نو تر تا به مې ښه ساتي او ښه پام به راباندې کوي. ستا په څېر ظلم به راباندې نه کوي.
(۶)
چې سپین پرتوګ دې ورته وکړ
نوره یې زموږ د کلي وباسه میینه
دا لنډۍ مې (سینګار په ولسي ادب کې ) کتاب کې ولوسته. بیا مې د یاد لیکوال، د علومو اکاډمۍ علمي غړي څېړنپوه علي محمد منګل څخه وپوښتل او نوموړي یې راته په اړه داسې وویل: " اتیا، نوي کاله د مخه د کلیو، بانډو او کېږدیو خلک ډېر خوار او غریب وو. خپلو وړو ماشومانو ته یې په کوچنیوالي کې د اغوستن ښه کالي او جامې نه شوې کولای. د دود له مخې به وړو نجونو ته خړ رنګې، شین رنګې، سرې یا به بل رنګې جامې د اغوستو لپاره جوړېدې. کله به چې دا نجونې پېغلتوب ته ورسېدې، نو په ډېرو پښتنو سیمو کې به یې ورته سپین پرتوګونه کول، چې دا سپین پرتوګ به د پیغلتوب نخښه ګڼل کېده، چې جلۍ پېغله شوې ده. په پېغلتوب کې به یې رنګ، ښایست او ډول لا پسې زیاتېده، د هر چا به پرې مینه راتله، چې زما د کور مېرمن، د ژوند ملګرې او ښځه مې وای، خو د هماغه پخوا وخت دود او دستور له مخې، چې پېغلو نجونو به ډېر سخت ستر او پرده کوله او د کورني بندیز له امله به خپلواکې نه شوی ګرځېدلای. ډېر ځوانان به یې د لیدلو په ارمان وو.
پورتنۍ لنډۍ د یو ځوان د مینې د ارمان ښکارندوی ده، چې ای ! سپین پرتوګ خو دې ورته وکړ، موږ خوارو ته خو یې د جګ ولور د غوښتلو له امله نه راکوئ، نو واده یې کړه، بل چا ته یې ورکړه او له کلي یې لرې وباسه، چې زموږ د خوارو زړونه ترې صبر شي".
دا لنډۍ په همدې اړه ویل شوې ده، دا چې کله او چا ویلې، نو معمولاً د لنډیو ویونکي او وخت معلوم نه وي. پخوا به کلیو او بانډو کې ناوې ته د واده لپاره سور پرتوګ کېده، چې دا د ناوېتوب نخښه وه، چې پلانۍ ناوې شوه او سره جوړه به یې تر یو وخت پورې اغوستله. دا دود او دستور اوس په کلیو کې د نوي کلتور او تمدن له امله، چې پر موږ مسلط شوی کم شوی دی. دا چې زموږ ډېر پخواني پښتني دودونه او کلتور د وخت په تېرېدو سره د هېردو او ورکېدو سره مخامخ دي، نو دا دود هم اوس بیخې ورک او هیر شوی دی.
نو که خبره مې را ټوله کړې وي لنډۍ دا او دې ته ورته کیسې، داستانونه او شالیدونه لري، چې په نورو به یې هم په خپل وخت بحثونه ولرو، خو د اوس لپاره :
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم یو ټولومه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  ماخذونه :
۱- له کرن خان سره مرکه، ۱۳۹۴هـ. ش کال.
۲- انټرنیټي پته / لینک: (https://www.facebook.com/KaranKhanMusicStudios/photos/pcb.962465327110531/962465147110549/?type=3)
۳- عبدالقیوم مشواڼي(د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي) سره شفاهي مرکه، ۱۳۹۶هـ.ش.
۴- د ژوندون ټلویزون اختریزه ادبي خپرونه، ۱۳۹۴ هـ. ش.
۵- له رحیم غمزده سره شفاهی مرکه، ۱۳۸۸هـ. ش کال.
۶- له کرن خان سره مرکه، ۱۳۹۵هـ. ش کال.
۷- منګل، څېړنپوه علي محمد، سینګار په ولسي ادب کې، ۱۳۹۰هـ. ش، خپله لیکوال، ۵۴ مخ.
۸- څېړنپوه علي محمد منګل ځانګړی یادداښت.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top