د تفتیش عالي اداره: د ولسي جرګې د ۲ چارواکو دوسیې څار لاندي دي

د تفتیش عالي اداره: د ولسي جرګې د ۲ چارواکو دوسیې څار لاندي دي


ویل شوي و، چې که څه هم تر دې دمه د لوړ پوړو چارواکو د اداري فساد د دوسیو څېړل د استثنايي مواردو څخه وو خو د ولسي جرګې په عمومي رییس او د دې جرګې د دالانشا په رییس د فساد اړوند تورونو څېړنه په چټکۍ سره روانه ده.

د افغانستان د تفتیش عالي اداره وايي چې د دغو دوسیو د مالي او حسابي برخې څرنګوالی تر څېړنې لاندې نیولی دی.

د یادې ادارې ویاند او څېړونکی اصف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې تر راتلونکو یوې یا دوه ورځو پورې به د دوی د ادارې له‎خوا د جُرمي اړخ د روښانه کولو په هدف څېړنې بشپړې او لویې څارندوالۍ ته به واستول شي.

دا څېړنې وروسته له هغې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د ولسي جرګې عمومي رییس او د دارلانشا رییس په فساد تورن بللي دي.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top