ډېر ژر به په کابل کې د نفتي موادو بیې کنټرول شي

 ډېر ژر به په کابل کې د نفتي موادو بیې کنټرول شي



د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین کابل ښاریانو ته داډ ورکوي چې ډېر ژر به د نفتي موادو بیې کنټرول کړي.
د دغې خونې ویاند وویل، دوی به افغان سوداګر وهڅوي چې پر ترکمنستان سربیره، له نورو هیوادونو هم نفتي مواد را وارد کړي.
د ترکمنستان د نفتي موادو تقاضا په نړیوالو مارکیټونو کې ډېره شوې، نو ځکه یې په افغانستان کې هم په بازار اغیز محسوس شوی دی .
په دې وروستیو کې، په کابل کې یو کیلو ګاز په ۶۵ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې پخوانۍ بیه یې ۴۵ افغانۍ وه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top