ټرمپ د شمالي کوریا او ونزویلا په ګډون د ځینو نورو هیوادونو پر وګړو امریکا ته د ورتګ قیوادت لګولي

ټرمپ د شمالي کوریا او ونزویلا په ګډون د ځینو نورو هیوادونو پر وګړو امریکا ته د ورتګ قیوادت لګولي



د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اتو هیوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر په اړه نوي قیوادت لګولي دي.
دا قیودات به د چاد، ایران، شمالي کوریا، سومالیا، سوریې، ونزویلا او یمن پر وګړو پلي شي.
ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د امریکا خوندیتوب ورته مهم دی.
د نویو قیوداتو له مخې د سوډان پر وګړو امریکا ته پر ورتګ بندیز لیرې شوی دی خو سوډانیان به په امریکا کې د سختو امنیتي څارنو لاندې وي.
نوموړي قیودات چې تازه پکې دوه غیر اسلامي هیوادونه شمالي کوریا او ونزویلا هم شامل دي د روان کال اکتوبر له ۱۸مې وروسته پلي شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top