پکتیا کې د ناټو غوڅ ملاتړ الوتکو بمباري کړې ده

پکتیا کې د ناټو غوڅ ملاتړ الوتکو بمباري کړې ده



د پکتیا چارواکي وایي چې د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند بهرنیو الوتکو بمباري کړې ده.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت وایي چې په یاد بمبار کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د حسرت په وینا بمبار تېر ماښام د ۵ بجو په شاوخوا کې د سید کرم په خوشالخیلو سیمه کې شوی دی چې په ترڅ کې یې ۹تنه وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي.
طالبانو د نوموړي بمبار په اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top