افغانسان ته د نورو بلک هاک چورلکو رسیدل

افغانسان ته د نورو بلک هاک چورلکو رسیدل



د افغانستان دفاع وزارت ته د امریکا له لورې څلور نورې بلک هاک چورلکې ورکړل شوې ، دفاغ وزارت وایي چورلکې رارسیدلي او ډیر ژر به رسمآ هوایي ځواکونو ته وسپارل شي تر څو ورنه سالمه ګټه واخلي.
د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل:
افغانستان ته د نویو چورلکو په رارسیدو سره اړینې تعلیمي الوتنې تر سره شوي ، او ټاکل شوي د راروانې اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه به رسمآ افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
افغان ځواکونو ته د نوموړېو چورلکو ورکړه د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې بریالیتوب دی . وزیري وایي: له دغو چورلکو به د هوایي عملیاتو پرمهال ګټه پورته کړي.
څو ورځې وړاندې هم د ناټو په مشرۍ د پریکنده ملاتړ ځواکونو لومړنۍ بلک هاک چورلکه وه چې افغان پوځ ته یې وسپارله، په لومړي ځل افغان پوځ ته د امریکا بلک هاک چورلکې ورسیدې.
هیواد ته نوي راسیدونکي امریکایي ځواکونه او الوتکې امکان شته د جګړې بڼه بدله کړي ، همدا راز ولسمشر هم د افغان ځوانو سره د امریکا مرستې غوښتنه کړي.
 ناټو وایي افغان پوځ ته د دا ډول چورلکو ورکول به د افغان پوځ د پرختیا ، مهارتونو ، او ټیکاو سبب شي، د درانو او سپکو وسلو په ګډون اوس مهال د افغان پوځ  تجهیزات ټول امریکایي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي امریکا د افغان هوايي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۸۶۰ میلیون ډالره مرسته کړې.په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک چورلکې افغان حکومت ته ور کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top