مثبت فکر کول او د مثبت فکر کولو لارې چارې

مثبت فکر کول او د مثبت فکر کولو لارې چارې


زموږ انسانانو د شخصیت په جوړښت کې، افکار له داسې ځواک څخه برخمن دي، چې کولای شي، جوړونکي او یا ورانوونکي واوسي، نو له دې امله باید زده کړو، چې خپل افکار په ډېرې ځیرکۍ سره کنټرول کړو، ترڅو په ژوند کې سترو بریاوو ته ورسېږو. یوه له دې لارو چارو څخه په هغو تګلارو باندې ځان پوهول دي، چې په موږ کې د مثبت فکر کولو سبب ګرځي او له موږ څخه منفي افکار لرې کوي.

د مثبت فکر کولو له پاره تګلارې:

۱ ـــ د ځان په اړه باید ښه احساس ولرئ او ځان ښه، پوه او ارزښتمن وګڼئ.

۲ ـــ د خپل ځان د مثبتو صفتونو لېست ترتیب کړئ، د پیاوړتیا لارې چارې یې پیدا او تجربه یې کړئ.

۳ ـــ د ورځې په اوږدو کې د خپلو منفي فکرونو لېست ترتیب او هڅه وکړئ، چې د هر منفي فکر له پاره، یو بدیل مثبت فکر پیدا کړئ، ترڅو د هغه په مرسته وکولای شئ، له منفي فکر سره مقابله وکړئ.

۴ ـــ خپل افکار، د خپل ژوند ښېګڼو او مثبتو اړخونو ته متوجه کړئ، ترڅو د وخت په تېرېدو سره مثبت فکري شئ.

۵ ـــ په خوش بینۍ سره هڅه وکړئ، چې خپل ذهن ته داسې دستورونه ورکړئ، چې نوی مثبت فکر را منځته شي.

۶ ـــ له منفي فکر لرونکو کسانو یا له هغو ځایونو څخه، چې د منفي فکر د رامنځته کېدو سبب ګرځي، لرې شئ او یا هم هڅه وکړئ، چې له هغو سره ډېر کم مخامخ شئ.

۷ ـــ ستونزو ته د یوه ازمېښت په توګه، د خپلو وړتیاوو د ارزولو په سترګه وګورئ او هېڅکله د بدې پایلې وړاند وینه مه کوئ، ځکه ستونزې یوازې په هغه کچه مهمې دي، چې موږ یې مهمې ګڼو.

۸ ـــ له شک، تردید او زړه نا زړه توب څخه لرې شئ او کارونه په ښه او جدي توګه ترسره کړئ.

۹ ـــ خپل دننني منفي غږ او د نورو خواشیونکي او ورانونکي تلقین ته پام مه کوئ او هڅه وکړئ، چې د هغو برعکس کړنې ترسره کړئ.

۱۰ ـــ د الله (ج) په بې پایه ځواک باندې ایمان ولرئ او له ځان سره دا جمله تکرار کړئ، چې زه د غوره څیزونو وړتیا لرم او د الله (ج) په مهربانۍ سره به هغو ته ورسېږم.

۱۱ ـــ له خپلو موخو څخه هغه موخه وټاکئ، چې رسېدو ته یې ډېره زیاته هیله لرئ او هغې ته د رسېدو له پاره، د نورو د تایید او تکذیب په فکر کې مه اوسئ.

۱۲ ـــ هېڅکله د غوښتلو او کولو شعار مه هېروئ او پوه شئ، چې د هڅې او کوښښ تر سیوري لاندې، هغه څه چې غواړو، تر لاسه کوو یې.

۱۳ ـــ هېڅکله ځان بد مرغه او نا توانه مه احساسوئ او د هغو شعارونو له لوستلو او اورېدلو او په ځانګړې توګه د هغو سندرو له اورېدو څخه ډډه وکړئ، چې په تاسو کې د    بد مرغۍ او ناتوانۍ احساس را منځته کوي.

۱۴ ـــ خندېدل مه هېروئ؛ خندېدل د دې سبب ګرځي، ترڅو منفي او خواشینونکي افکار خپل ځای مثبتو افکارو ته پرېږدي.

په دې کلمو او جملو سره ځان او نورو ته مثبته انرژي ورکړئ:

ـــ د ستړی مه شې پرځای؛ ووایئ: الله (ج) دې ځواک درکړي.

ـــ لاس دې خوږ من مه شه پرځای؛ ووایئ: له مینې څخه دې مننه، سلامت اوسې.

ـــ د وبښه مزاحم دې شوم پرځای؛ ووایئ: دا چې خپل ارزښتمن وخت دې زما په واک کې راکړ، ډېره زیاته مننه.

ـــ د بوخت یم پرځای؛ ووایئ: په مناسب فرصت کې به له تاسو سره یم.

ـــ د درواغ مه وایه پرځای؛ ووایئ: رښتیا وایې؟ رښتیا؟

ـــ د الله (ج) دې بد نه درکوي پرځای؛ ووایئ: الله (ج) دې روغ او سلامت لره.

ـــ د وړتیا دې نه لري پرځای؛ ووایئ: ستاسو له پاره ډالۍ.

ـــ د بېوزله یم پرځای؛ ووایئ: شتمني مې ډېره کمه ده.

ـــ زما په درد نه خوري پرځای؛ ووایئ: زما له پاره مناسب نه دی.

ـــ د مه هېروه پرځای؛ ووایئ: په یاد دې وي.

ـــ د زه ناروغ او خواشینی نه یم پرځای؛ ووایئ: زه روغ او خوشاله یم.

ـــ دا دې وروستی غم وي پرځای؛ ووایئ: تاسو په خوښیو او خوشالیو کې ووینم. 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top