د جمعې د لمانځه د پریښودلو ځه حکم دی

د جمعې د لمانځه د پریښودلو ځه حکم دی



د جُمعې د لمانځه ترک کول یا پریښودل ګناه کبيره دی، که څوک د کوم شرعي عذر پرته درې د جمعې لمونځونه پریږدي یا یې  ترک کړي ،نو الله تعالی به یې په زړه مهر ولګوي.
او د زړه عقوبت د بدن او جسد له عقوبت او نيولو څخه ډير سخت دی.
صحيح الحاکم و اصحاب السنن«من ترك الجمعة ثلاث جمع تهاوناً، طبع الله على قلبه»حضرت محمد (ص) فرمایلي:
ژباړه : څوک چې د سستۍ له وجې د دريو جمعو لمونځونه ترک کړي الله تعالی به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي
يعنې : زړه به يې د منافق زړه وګرځوي چې د خير څخه به محروم او نصحيت به يې په زړه اثر نکوي او زړه به يې سخت شي.
الله تعالئ د هر مسلمان ته توفیق ورکړي ، چې د اسلام په قوانینو باندې اعمل وکړي . 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top