په انظباتي او اداري فکر، سلوک او عمل کې نرمي

په انظباتي او اداري فکر، سلوک او عمل کې نرمي



ځینې پوهان وایي:
د انسان په ناکامیو کې د ډیرې بدې او ناوړه ناکامۍ علت په هغه کې د تغیر نه منلواو نرمۍ نشتوالی دی،تاسو د خپل سخت او ناوړه مزاج اصلاح کولای شئ،په ویره او خوف باندې په خپل ځان د باور کولوپه زریعه ، په سستۍ او لټۍ باندې د انظباط اوډسپلین په زریعه کنترول موندلی شئ؛ خو ذهني سختوالی،بد سلوکي او دمزاج تریخوالی هغه اخلاقي زهر دي ، چې هیڅ اکسیر نه لري دا په خپله د خپل ځان دتباهۍ او بربادۍ تخم کرل دي.
اتظامیه او اداره ، چې مشرانو او لیډرانو ته د کامیابۍ د پاره د خپل مقصد ، نصب العین او کړنلارې تر څنګ دا هم په کار ده ،چې سپیڅلتیا او دیانت هم ولري؛خو په ځینو حالاتو کې د خپل پرمختک او ترقۍ د بهیر د دوام د پاره هغه ته په خپلو کړنو کې داسې نرمي راوستل هم لازمي دي،چې د وخت او موقع ، شعور او زیرکتیا سره سمون ولري
tags

ستاسې تبصرې

*


Top