ښامارانو اتلانو ته ماته ورکړه

ښامارانو  اتلانو ته ماته ورکړه



د افغانستان د کرکټ شپږیزه ټورنمنټ بند امیر ښامارانو ټیم وګاټه.
دغه ټیم پرون جمعه د کابل په کرکټ نړیوال سټډیوم کې د مس عینک اتلانو ټیم ته ماته ورکړه.
بند امیر لومړی بیټینګ کړی و او د سیال لپاره یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه، خو مس عینک ټیم هدف ته ونه رسید او لوبه یې د پنځو منډو په توپیر وبایلوده.
د شپږیزه کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ سږ کال د شپږو ټیمونو تر منځ د سپټمبر په ۱۱ مه پیل شوې چې  پرون یې پایلوبه د بند امیر ښامارانو ټیم په اتلولۍ پای ته ورسیده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top