غزني ولایت؛ په ناوه ولسوالي کې د پاکستانیانو په ګډون طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

غزني ولایت؛ په ناوه ولسوالي کې د پاکستانیانو په ګډون طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې



د غزني ولایت څخه په رالیږل شوې، خبره پاڼه کې راغلي چې ددغه ولایت په ناوه لسوالۍ کې د ملي اردو د هوایې ځواکونو لخوا د ترسره شویو بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د روزني
یو ستر مرکز په نښه شوی، چي په نتیجه کې یې د ۱۷ پاکستانیانو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي او ۴ تنه یې زخمیان شوي دي.
خبر پانه کې راځی، چې دغه هوایې بریدونه د پنج شنبي په ورځ له غرمي وروسته یوه بجه د ناوي ولسوالۍ په خیرو خیل سیمه کې ترسره شوي، چي طالبانو ته د ځاني تلفاتو تر څنګ د هغوی اړوند د وسلو او چاودیدونکو موادو څلور ستري ډیپوګاني هم له منځه تللي دي.
بل خوا خبر پاڼې ویلي، چي له یوي میاشتي راهیسي د غزني ولایت پر نا امنه سیمو د ملي اردو ځواکونو هوایې عملیاتو زور اخیستی چي پکي تر اوسه وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top