د نواز شریف میرمن پارلمان ته بریالۍ شوې

د نواز شریف میرمن پارلمان ته بریالۍ شوې



د پاکستان ولسي جرګې ته د پخواني صدراعظم نواز شریف میرمن کلثوم نواز بریالۍ شوه.
د پاکستان د سترې محکمې له لوري د نواز شریف د ناوړه بلل کیدو له راهیسې دغه څوکۍ خالي وه. په یو شمیر ښارونو کې د هغې د بریا جشن لمانځل کیږي.
په لاهور کې د ۱۲۰ انتخاباتي حوزې، د پارلمان د یوې څوکۍ له پاره ټاکنې وشوې چې ورته «ضمني انتخاب» هم ویل کیږي.
د ټاکنو د کمیسیونه له لوري غیر رسمي او لومړۍ پایلې خپرې شوي دي.
د دغې پایلې له مخې د ټولو راجستر شوو ۳۲۱۷۸۶ رای ورکوونکو څخه ۱۲۶۸۶۰ کسانو خپلې رای کارولي دي. په دې ترتیب د رای ورکوونکو ونډه ۳۹ سلنه وه.
د پاکستان مسلم لیګ نون، ګوند کاندیدي کلثوم نواز ۶۱۷۴۵ رای خپل کړي دي. د هغې سیالې ډاکټر یاسمین راشد چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند کاندیده وه ۴۷۰۹۹ رای ګټلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top