د نړۍ شتمنه مېرمن مړه شوه

د نړۍ شتمنه مېرمن مړه شوه


لیلیان بتانکور د لوریال سینګار توکو تولیدوونکي شرکت مېرمن پر ۹۴ کلنۍ مړه شوه.

هغې له ۴۰ میلیارد ډالرو ډېره شتمني درلوده او د نړۍ تر ټولو لویه شتمنه ښځه وه.

د بتانکور کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره د هغې مرګ ومانه او زیاته یې کړه چې مېرمن بتانکور تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

هغه پر ۲۰۱۲ کال د لوریال شرکت مشري پرېښوده او له هغه وروسته ډېره کمه له خلکو سره مخ کېدله.

د دې ګوښه توب لامل یې هم دمانس یا د هېرې ناروغي بلل کېده.

اوس د دې لور بتانکور د نړۍ په تر ټولو شتمنه ښځه بدله شوې.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top