د ټرمپ په ځواب کې شمالي کوريا د «قوي ترينې چاودنې» ګواښ کړی

د ټرمپ په ځواب کې شمالي کوريا د «قوي ترينې چاودنې» ګواښ کړی



کيم يونګ اون ويلي چي د «دماغ خرابي» او «سپينږري امريکايي» کنترول به په «اور» سره وکړي.
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت اوس روښانه کړې چي دغه «اور» به څه شی وي.
د امريکا د متحده ايالاتو او د شمالي کوريا تر منځ په لانجه کي د ګواښونکو او لا توندو بيانونو سيالي ادامه لري.
د شمالي کوريا واکمن کيم يونګ اون د دونلد ټرمپ د وروستۍ ګواښونکې وينا په غبرګون کي ويلي چي دغه وينا به ترمپ ته ډېره «ګران قيمته» تمامه سي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په ۷۲مې عمومي غونډې په خپله بیانیه کې شمالي کوریا ته د بشپړې ورانۍ خبر ورکړی و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top