عباسي؛ د امریکا نوې ستراتيژي رد کړې او د چين اقتصادي رول یې ستایلی

عباسي؛ د امریکا نوې ستراتيژي رد کړې او د چين اقتصادي رول یې ستایلی



د پاکستان نوي صدراعظم په افغانستان کې د امريکا پر نوې جنګي ستراتيژۍ انتقاد کړی او په سيمه کې يې د چين زياتېدونکى اقتصادي رول ستایلی دی.
د اسيا د جنوب او افغانستان لپاره،د سپينې ماڼۍ د نوې ستراتيژۍ مهمه برخه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې، د بريا هڅه ده.
په دې ستراتيژۍ کې چې تېره مياشت اعلان شوه، پاکستان ته خبردارى ورکړل شوى، که په خپله خاوره کې د سخت دريځو وسله والو ډلو خوندي مرکزونه ونه تړي، پر دغه هېواد به مالي او نورې مرستې بندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاهد خاقان عباسي د پنج شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وينا کې دا څرګندونې وکړې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top