هدف، زده کړه او بری/ ۲۱ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۱ برخه


د زده کړې لپاره له تلویزیوني درسونو او نورو وسایلو هم ګټه واخلئ
 
  1. د تلویزیوني زده کړو اغیزناکتوب په څیړنو ثبوت شویدی، ګټه ترې واخلئ.
  2. تلویزیوني زده کړې مو په ځینو ضروري وختونو کې له ښوونکي، کتاب، ټولګي، وسایلو او نورو شیانو بې نیازه کوي.
  3. په تلویزنوني درسونو کې د پاملرنې، دقت، تمرکز، حضور او مخامخ کتلو کمی شته، خو له موضوع سره په علاقمندۍ دغه کمي جبران کړئ.
  4. د تلویزیون او رادیو د ذهني آزموینې پروګرامونه هم وګورئ او واورئ. که پخپله هم پکې برخه واخلئ ګټور دي.
  5. د تلویزیون او رادیو هغو پروګرامونو ته ځوابونه ولیږئ، چې له خپلو لیدونکو او اوریدونکو ځوابونه غواړي.
  6. د تدریس له توکو او ماشینونو کار واخلئ.
  7. په دغو تخنیکي وسایلو کې درسې مواد ښه منظم شوي او د پلان له مخې تیار شوي دي.
  8. خصوصي ښوونکي هم ګټور دي، له نږدې تدریس، مخامخ کیناستل، یو د بل پر احساساتو پوهیدل او مواظبت پکې زیات وي.
  9. د مطالبو ټایپول هم له زده کړې سره مرسته کوي.
  10. د مهمو درسونو او ویناو ثبتول او بیا یې په مکرر ډول اوریدل هم له زده کړې سره مرسته کوي.
  11. د لوستونو نوي کمپیوټري سافټ ویرونه او سي ډي ګانې هم شته، چې کولای شئ، استفاده ترې وکړئ.
  12. په انټرنیټ کې هم وړیا او ارزانه پوستکالي او نور توکي شته، چې زده کړه ترې کولای شئ.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top