په پوهنتون کې زما د تدریس فلسفه

په پوهنتون کې زما د تدریس فلسفه



تدریس یو موخه لرونکي، منظم، هوښیارانه او مخکې له مخکې پلان شوی فعالیت دی، چې د زده
کوونکو په کړنو او سلوکو کې د مطلوب تغییر په موخه د استاد، د زده کوونکي او درسي محتوا تر منځ
د متقابل تعامل په ډول ترسره کیږي.
دلته که فکر وکړو د درسي محتوا، استاد او زده کوونکي تر منځ یو تعامل دی؛ خو دا تعامل بیلا بیل
ډولونه او شکلونه لرلی شي. زموږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یوازې د درسي محتوا په انتقال ډېر
تینګار کیږي او شاګردان د یوه لوښي په څېر فرض کیږي، چې اطلاعات او مالومات بدون د دوی له
دخالته پکې اچول کیږي کوم چې بانکداري تدریس هم ورته ویل کیږي. زموږ مروجه د تدریس فلسفه دا
شی ده چې د زده کوونکو اړتیاوو، وړتیاوو، علاقو او خوښو ته ارزښت نه ورکول کیږي او نه هم د
استاد له خوا هغوی ته پاملرنه کیږي، چې کیداشي زموږ د وروسته پاته کیدو یو عمده لامل هم همدا
واوسي.
زما د تدریس فلسفه د نورو سره لږه متفاوته ده. زه برسیره پردې چې د محتوا انتقال ته پاملرنه کوم، د
هغې سره په څنګ کې پر ځینو مهمو او اړینو فکتورونو هم تمرکز کوم.
زه هڅه کوم چې په شاګردانو کې د پلټنې(کنجکاوۍ) حس را بیداره کړم او هغوی ته دا احساس ورکړم،
چې د مختلفو پدیدو کومې چې په درسي محتوا يا له هغه د باندې وي پلټنه وکړي. هر څه په پټو سترګو
ونه مني بلکې په ذهن کې د اطلاعاتو د منلو او ځای په ځای کولو لپاره باید انتقادي تفکر وکاروي. د دې
ګټه دا ده چې زده کوونکي نوښتونو ته مخه کوي او پدې توګه موږ د علم د مصرفوونکو له حالته د علم د
تولیدووکي حالت په لوري ګامونه اخیستلای شو. په اوسني وخت کې موږ په افغانستان کې د علم تولید
نلرو بلکې موږ یوازې د نورو تولید شوی علم هضموو او یا يې آن د هضمولو توان هم نلرو. موږ هغه
وخت علم تولیدولی شو، چې علمي تحقیقات په لاره واچوو او له علمي پدیدو سره د انتقادي تفکر په
اساس عمل وکړو؛ نو ځکه زه زده کوونکو او محصلینو ته دا روښانه کوم چې هغوی په ښوونیز او
روزنیز ماحول کې د زده کړو او ورزده کړو تر څنګ یوه بله مهمه دنده هم لري، چې هغه
څیړنه(تحقیق) دی. د دوی لپاره په تحقیق کولو ډیر تینګار کوم او په علمي ماحول کې د تحقیق په
ارزښت ورته غږیږم، ځکه تحقیق یوازینۍ لاره ده چې په علمي ډګر کې مو له زړو، منسوخ شویو
تګلارو او نظریو څخه راګرځوي او په یوه نوي موډرنه لاره مو روانوي او د نویو نظریو د ایجاد سبب
کیږي. تحقیق دی چې په علمي ماحول کې ایجاوونکی او تولیدوونکی رول لوبوي کوم څه چې د
پرمختګ ښکارندويي کوي.
د بانکداري تدریس پر ځای په مشارکتي تدریس ډېر ټینګار کوم او دوی ته هم دا سپارښتنه کوم چې که له
خیره مدرسین شوی، نو په درس کې شاګردان در داخلوئ؛ ځکه چې په دې طریقې سره هم درس
جذابیت پیدا کوي او هم زده کړه صورت نیسي.
دا چې زما د تدریس فلسفه په سالمه روزنه را څرخي، نو محصلینو ته تل د رغوونکي افکارو د انتقالولو
هڅه کوم. دا چې په افغانستان کې د دریو لسیزو جنګونو پر ځاني، مالي، وطني او علمي زیانونو برسیره
زموږ د هیوادوالو ذهنونه هم را ویجاړ کړیدي او ډيرۍ فیصدي آن علم ته هم په ښه نظر نه ګوري، په
ډیریو سمو کې يې اوس هم مکتبونه د دښمن د پلان سره سم په نا آګاهانه توګه تړلي دي، د نجونو لیک
لوست خو بیخي کفر ګڼي؛ نو زما په تدریسي فلسفه کې دا هم شامل دي چې هغوی له داسې پوچو افکارو
را وګرځوم، ذهنونه او افکار يې ور ورغوم، د علم حقانیت ورته په ډاګه کړم او دا احساس ورکړم چې
په خپلو سیمو کې د علم ترویج او خپراوي ته په هر قیمت حاضر او ناظر شي. د هغوی سره په کلکه
مبارزه وکړي، چې زموږ د علم او پوهې مخه نیسي. هڅه کوم چې هغه کسان چې زموږ د مکتب او
لوست سره دښمني لري، د دین، وطن او زموږ د ښې ورځې دښمن يې ورته معرفي کړم، چې شکر دی،
تر ډېره په دې کې بریالی شوی هم یم. یانې زما ډېر شاګردان دي چې په خپلو سیمو کې يې سره د ډېرو
خطرونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیستي دي او اوس په عادي ډول درسونه پکې مخ په وړاندې روان دي.
ځینې وختونه هغوی ته د ځینو غلطو رواجونو چې زموږ په اصیل فرهنګ کې را ننوتي دي، شاګردان د
هغوی په خلاف مبارزې ته رابولم. او ځینې وختونه د هغه فساد په وړاندې چې زموږ په ادارو کې شتون
لري د هغې د بدو پایلو په لرلو سره هغوی ته د دې احساس ورکولو کوشش کوم، چې فساد بد وګڼي او له
هغې په کلکه توګه خپل ځانونه وساتي.
دا ټول هغه څه دي چې زما د تدریس فلسفه تشکیلوي او زه يې د یوه مدرس په توګه خپله دنده بولم، تر
څو یوه ښه، پرمختللي، علمي، پوه، پاکه او هوسا ټولنه ولرو.
درنښت
سیدشاه ګل ویاړ
د شیخ زاید پوهنتون استاد
tags

ستاسې تبصرې

*


Top