ظاهر خان په افغان لیګ شپږیزې کې ریکارډ جوړ کړی

ظاهر خان په افغان لیګ شپږیزې کې ریکارډ جوړ کړی


د شپږیزې لیګ په سیالیو کې د مس عینک اتلانو کیڼ لاسي توپ اچوونکي ظاهر خان په یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي سوځولي.

دا  د شپږیزې په روانو سیالیو کې لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په یوې لوبې کې دومره لوبغاړي سوځوي.

په اصل کې د ظاهر خان غوره توپ اچونې د مس عینک لوبډله له ماتې ژغورلې.

ظاهر خان په څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم یاد شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې ظاهر خان په لومړي ځل د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم اخیستل شوی دی.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top