عباسي ویلي: پوځ د وسلوالو پټنځي له منځه وړي دي

عباسي ویلي: پوځ د وسلوالو پټنځي له منځه وړي دي



د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي د دغه هېواد پوځ له ډیورنډ کرښې سره د وسلوالو ټول ‎پټنځي له منځه وړي دي.
نوموړی له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې زیاتوي، چې اوس پاکستانی پوځ پر ټولو سیمه ولکه لري:
"اوس هلته کوم خوندي پټنځی نشته، هیڅوک نشته".
د ښاغلي عباسي دا خبرې په داسې مهال دي چې میاشت مخکې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګاوه، چې په خپله خاوره کې یې وسلوالو ته پټنځي ور کړي او ملاتړ یې کوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top