غني: د ټرمپ ستراتیژي ځکه نتیجه ورکوي چې کابل سره له نژدې کار کېږي

غني: د ټرمپ ستراتیژي ځکه نتیجه ورکوي چې کابل سره له نژدې کار کېږي


افغان ولسمشر ویلي، په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ خلاف چې ناکامه وه، نتیجه ورکړي ځکه په دغه ستراتیژۍ کې له کابل سره له نژدې کار کېږي او د پاکستان په وړاندې هم سخت دریځ غوره کېږي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پرون په نیویارک کې د اسیا ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب بل چانس دا دی چې د افغانستان پوځ اوس پیاوړی شوی او په مشرتابه کې یې هم بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

بل خوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر غني وویل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ستراتیژي چې هڅه یې کوله په افغانستان کې دغه ۱۶ کلنه جګړه پای ته ورسوي او امریکایي سرتېري وباسي، ځکه ناکامه وه چې په دې هېواد کې یې یو شریک نه درلود.

غني که څه هم په دې برخه کې د چا نوم وانه‎خېست خو د هغه ضمني اشاره پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وه چې د امریکا پر پالیسۍ او د دې هېواد په مشرۍ نړیوالو ځواکونو به یې پرله پسې انتقادونه کول.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top