ظاهر خان د بند امیر ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

 ظاهر خان د بند امیر ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو



مس عینک اتلانو د کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۷ میلادي کال شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په دوهم پړوا کې، د بند امیر لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه لیګ پای لوبې ته یې لار ومونده.
د مس عینک لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۵ منډې هدف وټاکه.
خو بندامیر لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې مس عینک لوبډلې ته وبایلله.
د مس عینک لوبغاړي ظاهر خان د بند امیر ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top