په جرمني کې د يوې غونډې خبرتیا او بلنه

په جرمني کې د يوې غونډې خبرتیا او بلنه



(د لوی افغانستان د جوړیدنې 270مه کلیزه او د افغان کولتور نړیواله ورځ)
په جرمني کی د افغانستان د کولتوري ودی ټولنی په کوربه توب او په اروپا کی میشتو افغاني ټولنو په ملاتړ د کولن په ښار کی د پورتني سر لیک لاندی د یو علمي سیمینار او کولتوري جشن تابیا شوی ده.
په علي سیمینار کی به کارپوهان په لاندی مضوعاتو خپلی مقالی وړاندی:
۱- افغانستان د لویو تمدنونو وارث
۲- د لوی افغانستان د جوړیدو مبارزې
۳- د لوی افغانستان موسس
۴ د لوی افغانستان جغرافیه او تاریخي داعیه
۵- د افغان كولتور نړیوالې ورځې ارزښت
٦- افغان کولتور
د مقالو په پای کی د غونډی برخه والو پوښتنې او د اړوندو موضوعاتو په هکله د دوی نظریات او وړاندیزونه.
د دی ترڅنګ په جشني برخه کی د نورو فرهنګي پروګرامونو سربیره د هیواد د خوږ ژبي سندرغاړي بهرام خان له خوا د موسیقي پروګرام ته ځای ورکړل شوی دی.
نو له دی لاری تاسی ټولو هیوادوالو ته په ډیر درنښت بلنه درکوو، چی د خپلو کورنیو سره زموږ سره په دی غونډه کی برخه واخلې او په خپل راتګ دغه غونډه لا پرتمینه کړی .
نیټه : شنبه - ۲۳ سیپټمبر ۲۰۱۷
وخت : ۱۳ بجی
ځای :
‏Morse Straße 9a
‏ 50769 Köln
‏Germany
په درنښت
دافغانستان د کولتوري ودی ټولنی د کار ډله
د اړیکو شمیرې :
017678688902
01747372222
tags

ستاسې تبصرې

*


Top