په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د نړۍ لس مخکښ بانکونه

په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د نړۍ لس مخکښ بانکونه



د پيسو د اختراع او پولي سيستم له جوړښت وروسته،بانکونه په ډېرو مهمو ځايونو بدل شوي دي،د تمدن د جوړښت په لومړنيو پړاوونو کې د بارټر په نوم سيستم شتون درلود چې په هغه کې به توکي د توکو پر وړاندې تبادله کېدل خو وروسته د دې سيستم نيمګړتياوې راڅرګندې شوې او انسانانو هوډ وکړ چې د پولي سيستم په نوم يوه نوې نظريه رامنځته کړي،دا مهال د څو پېړيو له تېرېدو وروسته بانکونه د لا ډېر پېرودونکو د جلبولو په پار سيالي کوي،بې له شکه له بانکونو پرته به زموږ ژوند ډېر ستونزمن وي،په دې ليکنه کې غواړو په چې په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د مالي او بانکي چوپړتياوو له مخې د نړۍ د لسو مخکښو بانکونو او د هغوی د کلنيو عوايدو په اړه معلومات وړاندې کړو. 
سانتاندر بانک (Banco Santander)
د نړۍ له لسو غوره بانکونو څخه دی، سانتاندر بانک (Banco Santander) د هسپانيې د مادريد په ښآر کې موقيعت لري.دا بانک له ۱۸۵ زرو څخه ډېر کارکوونکي،د ۵۶ ميليارده ډالرو خرڅلاو حجم، ۱۰۹ مېليارده ډالر د بازار ارزښت او ۱/۵ ترېليون ډالرو په اندازه شتمني لري چې د اروپا د تر ټولو لويو بانکونو له ډلې شمېرل کيږي.دا بانک په ټوله اروپا، لاتينه امريکا او شمالي امريکا کې شتون لري،د دې بانک چوپړتياوې دوديزې بانکوالۍ،خصوصي بانکوالۍ،د پانګونې بانکوالۍ،زېرمې او د شتمنۍ مدېريت ته شامليږي.
د امريکا بانک (Bank of America)
دا امريکا بانک چې مرکزي دفتر يې د شمالي کارولينا په شارلوت ښار کې موقيعت لري،د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې يې نهم ځای خپل کړی، د امريکا بانک (Bank of America) په ټوله نړۍ کې يې شاوخوا ۲۲۴ زره کسان  په کار ګومارلي او د بازار ارزښت يې ۱۶۳ مېليارده ډالر او د دې بانک شتمني له ۲/۱ ترېليون ډالرو څخه لوړه ده، دا بانک د امريکا په ټولو ايالتونو کې څانګې لري او د ټولو څانګو د خرڅلاو حجم يې له ۹۷ مېليارده ډالرو څخه زيات دی.
سيتي ګروپ (Citi group)
«سيتي ګروپ» په امريکا کې څو مليتي شرکت دی،چې د بانکوالۍ او مالي چوپړتياوو په برخه کې فعاليت کوي، دې شرکت ۱۸۱۲ زېږديز کال څخه راپدېخوا فعاليت پيل کړی او په ټوله نړۍ کې د کابو ۱۶۰۰۰ څانګو او ۲۳۹ زره کارکوونکو په شتون سره له ۱۴۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې خپلې چوپړتياوې وړاندې کوي،د دې بانک محصولات اعتباري کارت،سوداګريزې بانکوالۍ،کوچنی بانکوالۍ،د پانګونې بانکوالي،د نړيوالې شتمنۍ مدېريت،خصوصي پانګونې او مالي تحليلونو ته شامليږي. دا بانک د امريکا د څلورو لويو بانکونو په ډله کې راځي.
اچ.اس.بي.سي بانک (HSBC)
د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې يې اووم ځای په څو مليتي بانک (HSBC)  پورې اړه لري،چې اصلي دفتر يې په انګلستان کې دی او بنسټ يې په ۱۸۶۵ زېږديز کال کې په هانکانګ کې اېښودل شوی،دا بانک د نړۍ په ۷۱ هېوادونو کې کابو ۶۰۰۰ څانګې لري چې  آسيا،افريقا،اقيانوسيې،شمالي امريکا او جنوبي افريقا کې موقيعت لري او په ټوله نړۍ کې له ۶۰ مېليونو څخه زيات پېرودونکي لري، فوربز مجلې دا بانک په نړۍ کې شپږم سهامي شرکت بللی، دا شرکت په څلورو ستراتيژيکو برخو لکه سوداګريزې بانکوالۍ،نړيوالې بانکوالۍ،کوچنۍ بانکوالۍ او د شتمنۍ مدېريت او همدارنګه د نړيوالې خصوصي بانکوالۍ په برخو کې فعاليت کوي.

ولز فارګو (Wells Fargo) 
دا بانک چې د خپلو غوره  بانکي چوپړتياوو په وړاندې کولو يې شهرت موندلی،د ۹۰ مېليارده ډالرو خرڅلاو حجم او د ۱/۷ ترېليون ډالرو په ارزښت شتمني لري،دا مهال دا بانک ۲۶۴ زره کارکوونکي لري او د بازار د ارزښت له کبله داسې چې د ۳۰۲ مېليارده ډالرو شاوخوا اټکل شوی د نړۍ تر ټولو با ارزښته بانک ګڼل کيږي،ځکه خو يې د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې شپږم ځای خپل کړی.
جې.پي مورګان بانک (JPMorgan Chase)
د دې بانک بنسټ په کال ۱۷۹۹ زېږديز کې کېښودل شو،د نړۍ د ‌ډېرو پخوانيو بانکونو له ډلې دی،د بازار ارزښت يې په ۲۰۱۵ز کال کې ۲۲۵/۵ مېليارده ډالر اټکل شوی و. 
دا بانک ۲۴۱ زره کارکوونکي او ۹۸ مېليارده ډالر د خرڅلاو حجم لري او د ۲/۵ ترېليون ډالرو په ارزښت شتمني لري،هغه مهال چې په ۲۰۰۰ز کال دCompany JPMorgan&Chase له Manhattan سره يو ځای شوه،نو د امريکا په متحده ايالتونو کې څلور تر ټولو لويې بانکي موسسې د JPMorgan Chase تر نوم لاندې رامنځته شوې،دا بانک په ۲۰۰۸ز کال کې له يو ستر مالي بحران سره مخ شو،له همدې کبله د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې پنځم ځای لري.

د چين بانک (Bank of China) 
د دې بانک بنسټ په ۱۹۱۲ز کال کې د چين د دولت لوري کېښودل شو  چې په چين کې تر ټولو غوره او پخوانۍ بانک ګڼل کيږي،د دې بانک سل کلنه تجربه او د بانکي چوپړتياوو وړاندې کول د دې سبب شوي چې لاهم  خپلو پېرودونکو ته تر ټولو غوره او باکيفيته چوپړتياوې وړاندې کړي،د چين بانک ۳۰۸ زره کارکوونکي،۱۹۹ مېليارده ډالر د بازار ارزښت، ۱۲۰ مېليارده ډالر د خرڅلاو حجم  او ۲/۶ مېليارده ډالر شتمني لري او د ۲۰۱۵ کال راهيسې د چين د څلورو لويو دولتي بانکونو له ډلې څلورم بانک دی،دې بانک په ۲۰۱۵ ز کال کې په سنګاپور کې د توکو د بازار دوه مرکزونه پرانيستل او د چين د لومړي بانک په ډله کې حساب شو،چې له چين څخه بهر د داسې امکاناتو په وړاندې کولو لاس پورې کوي،له همدې کبله د چين دا بانک د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې څلورم ځای خپل کړی.

د چين د کرهڼې بانک
دا بانک د نړۍ يو بل مخکښ بانک دی، د چين د کرهڼې بانک له ۲۰۱۵ز کال راهيسې ۴۹۴ زره کارکوونکي، ۱۲۹ مېليارده ډالر د خرڅلاو حجم، ۱۹۰ مېليارده ډالر د بازار ارزښت او د ۲/۸ ترېليون ډالر شتمني لري،له همدې کبله د نړۍ د لسو مخکښو بانکونو له ډلې درېيم مقام لري.
د چين د رغونې(جوړونې) بانک 
د دې بانک بنسټ په ۱۹۵۴ کال کې کېښودل شو،د چين دوهم ستر بانک دی او د ۳۷۲ زرو په شاوخوا کې کارکوونکي لري،د چين د رغونې بانک په ټوله نړۍ کې ۱۵۰۰۰ زره څانګې لري او د هغې اصلي دفترونه په چين،هانګ کانګ،سنګاپور،ألمان،جنوبي افريقا،جاپان،ويتنام او نيويارک کې شتون لري،له ۲۰۱۵ م کال د ۱۳۰ مېليارده ډالر په اندازه د خرڅلاو حجم،۳/۹ ترېليون ډالر شتمني او د بازار ارزښت يې د ۲۱۳ مېليارده ډالرو په اندازه ثبت شوی.

د چين صنعتي او سوداګريز بانک
د دې بانک بنسټ په ۱۹۸۴ کال اېښودل شوی او دا مهال د نړۍ د لسو غوره بانکونو په ډله کې لومړی ځای لري،دا بانک دولتي دی او د چين تر ټولو لوی بانک شمېرل کيږي،په ټوله نړۍ کې يې شاوخوا ۴۶۰ زره کسان په کار ګومارلي او ۱۶۷ مېليارده ډالر د خرڅلاو حجم، ۳/۶ ترېليون ډالر شتمني او د بازار ارزښت يې ۲۷۸ مېليارده ډالره ثبت شوی.
سرچينه:

https://starsoheil.com/blog/top-10-bank-in-the-world-2017
tags

ستاسې تبصرې

*


Top