ننګرهار د بدبختۍ په یو لوی مدار کې

ننګرهار د بدبختۍ په یو لوی مدار کې



دا لیکنه په دې پار نه کوم، چې ګوندي د حکومت په تخریب پسې مې راخستې؛ بلکې ستونزو ته په کتو مې ځانته دا حق ورکوم!
له دې ډول حالاتو ځوریږم!
ننګرهار کې تر بل هر وخت په دې وروستیو کې د هدفي وژنو، ترور، اختطاف د خلکو ځورولو، اذیت ورکولو او تهدیدولو ګراف لوړ دی. مونږ تاسې یې شاهدان یو، چې په دې څو اونیو کې د ښار د څلورو دروازو دننه څومره معصوم ښاریان نښه وګرځول شول، ان د ولایت زړه ته ورتیرو رګونو کې موټرسایکل سپرو وسله والو د بې غږه تُفنګچو مردګي د خلکو بدنونو کې ساړه کړل؛ خو قاتلین په تېښته بریالي شول، دې عار او شرم ته د ننګرهار والي ګلاب منګل، امنیه قوماندان رحیمي او نور امنیتي مسوؤلین کوم معقول او مدلل ځواب وایي، پرته له دې چې خواشیني پرې ښکاره او د دښمن دا منحوس او پست کار وغندې؛ غندنه اوس عمومي روټین جوړ شوی، له فوقاني نېولې تر تحتاني دولتي مخدوم پورې، یوازې دا الفاظ لري، او بس!
دښمن ته خپل رزالت او بېهوده ګي خوند ورکوي، نارینه څه چې د ښار دننه یې ښځې هم په سر وویشتلې، هغه قشر چې په محاربوي برخه کې یې هم له وژلو امتناع شوې.
له ټولو ښاریانو سره غټ سوال دا دی، چې څنګه دې دښمن د ښار د څلورو دروازو له اسلحې سره رادننه شي، په داسې حال کې چې د ښار په هره دروازه کې درې او څلور چک پواینټونه مېشت دي او ښار ته دننه کیدونکې نقلیه وسیطې او خلک پلټي؟ او چې کله مجرمین جرم تر سره کړي؛ نو بیا څنګه له ښاره وځې او که د ښار دننه وي، ولې له پولیسو په دې دوه چوکه ښار کې ورک شي؟



خلکو ته خپله شتمني او دارایي هم خوړونکې بلا جوړه شوې، له کورونو بهر نشي راوتلای او که راوځي، خپله، زوی یې او یا یې د کورنۍ بل غړی اختطاف کېږي او چې کله یې اختطاف کړي، مونږ تاسې ټول پوهیږو چې بیا یې مجرمینو راخلاصولو معامله په کلداره او افغانۍ نه وي؛ بلکې په لکونو او زرګونو ډالرو وي؛ نو څنګه د تجارانو، ډاکترانو او نورو شغل لرونکو ژوند مصؤن او امنیت یې تامین دی؟
پرون شنبه په جلال اباد ښار کې ډاکترانو کاري اعتصاب کړی وی او خپل درملتونونه یې تړلي و، دوی ګرم نه دي، په دې څو ورځو کې څو ډاکتران وتښتول شول، هغه یو خو یې تېره شپه د مرګ له تیغه هم تیر کړ، پوهیږم چې هغه پیسې چې انسان تښتونکو ترې غوښتې له ده سره به نه وي، ځکه یې وژلی!
پرون پوهنتون کې له یو ډاکتر ملګري سره په همدې موضوع غږیدم، راته یې د ډېرو ډاکترانو په اړه وویل، چې د هرې ورځې په اوږدو کې ورته له بېلابېلو نمبرو زنګونه راځي، چې دومره پیسې راولېږه او که یې راته ونه لېږي؛ نو سو... کوم دي، یا دې سر ... ته ږدم!
د یو ډاکتر نوم یې راته واخېسته چې اوس د ننګرهار پوهنتون طبي پوهنځي کې استاد هم دی. ویې ویل دې سړي په پاکستان کې درملتون درلود، افغان مریضان به له دې ځای هلته ورتلل، ده چې کله د افغانانو دا حال ولیده چې څومره په تکلیف کېږي؛ نو د راتګ پرېکړه وکړه او دلته یې خدمت ته ملا وتړله؛ اوس یې د ژوند هره شېبه د مرګ ګواښ سره مخ ده؛ څو ځلي یې ورته کور ته لاسي بمونه ور وغورځول، ان یو ځل یې ورته ټلیفون کې ویلي و، چې دومره پیسې راته ولېږه، کنه د ژوند ساه ګانې دې نورې لنډې دي او همدا اوس دې د کور په هغه برخه کې وګوره چې مونږ بم در غورځولی، چې لیدلي یې وه، بم په حقیقت کې هم همغلته پروت و.
تیره شپه بیا فیروز الدین فیروز د عامې روغتیا وزیر د دې ستونزې د حل کولو لپاره دلته ننګرهار ته راغی، پرېکړه د ډاکترانو د ستونزو د حل لپاره د یو کمیسون د جوړیدو وشوه، په همدې سره ډاکترانو خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه.
دا خلک څوک دي، چې دومره په زړورتیا د ښار د دروازو دننه دا ډول کړنې ترسره کوي؟؟
زه درته وایم دا کارونه طالب او داعش نه کوي، که یې کوي هم د کوم دولتي چارواکي سره به یې وکړي او که یې کوي هم؛ نو فیصدي یې کمه ده. دا غیرې مجاز کارونه دلته په جلال اباد ښار کې مېشت باڼدونه چې په ځان پسې باډي ګارډان هم ګرځوي او زرې موټرو کې ګرځي ، همدوی انسانان تښتوي، همدوی هدفي وژني ترسره کوي، همدوی خلک تهدیدوي، همدوی له خلکو موبایلونه تښتوي... موخه یې یوازې دننه په ښار رغب او ترس خپرول دي؛ ترڅو د دوی د چور چپاول لپاره زمینه برابره شي.
تېره ورځ راته سره یو موټر کې یو ځوان ناست و، راته یې وویل، په موټر سایکلو سپرو غلو راڅخه قیمتي موبایل وتښتوه، هڅې شروع کړې، بالاخره مې هغه ادرس پیدا کړ چې ټول غله په کې راټولیږي، ویې ویل دا ادرس بل ځای نه و، دا د ښار دننه و، ورغلم د غلو مشر راته وویل چې هغه موبایل مونږ په بل چا خرڅ کړی، ته یې بیرته په څو اخلي، چې له هغه درته راوړو او په تا یې خرڅ کړو؟
وړاندې اختطاف د افغانستان د جزا قانون په اساس عادي جرایمو کې شمېرل شوی و؛ ولې ۱۳۸۷ ه ش کال کې د انساني قاچاق او انسان تښتونې پر وړاندې د مبارزې قانون په ۴ فصلونو او ۲۳ مادو رامنځته شو، چې د دې قانون د حکم پر اساس انسان تښتونه او انساني قاچاق د ملي امنیت پر ضد جرایم وګنل شول او شدیدي جزاګانې یې ورته وټاکلې؛ خو ولې بیا هم دا دواړه جرایم ډېر رامنځته کېږي، په تاسف سره باید ووایو چې ځواب یې بیا هم د قانون د نه تطبیق خبره ده، چې نه تطبیق کېږي، ځکه یو اعدام نشو؛ ترڅو د نورو لپاره د تنبهیې سبب وګرځي او نه په مادام العمري، یا اوږد حبس محکوم شو. د میاشت سر کې ونېول شي او اخر کې خوشي شي.
هغه اصلي خبره راڅخه پاتې نشي:
د ډاکترانو د ستونزو د حل په موخه چې کوم کمیسون وټاکل شو، باوري یم یې چې پایلې به یې هېڅ
او برخلیک به یې بیا هم نادرې وي، ځکه دلته ژمنتیا نشته، په صحي بڼه د یوې قضیې څېړل نه کېږي، یوازې د موضوع سړول په کې وشي، بس!
۱۳۹۶/پنځمې/ ۲۸ ص ف دفتر جلال اباد
tags

ستاسې تبصرې

*


Top