انساني ژوند او دين.

انساني ژوند او دين.



انساني کمال ته د رسيدو لپاره انسان عقل، منطق، حس او تجربې ته اړدى. چې له دوى نه په فايده اخيستو سره انسان د صحيح لارې انتخاب کولاى شي. نو له همدې وجې د الهي حکمت سره سم الله جل جلاله پيغمبران راوليږل
تر څو انسانانو ته د انساناني کمال ته د رسيدو لپاره غوره اصول او د ژوند تيرونې غوره اصول وښايي. دا ځکه چې انساني کمال ته رسيدل د انسان ضرورت دى. چې دا د انساني کمال ته د رسيدو لارښوونه انسان ته د مذهب د ضرورت يو دليل دى.
الله جل جلاله له غير ضروري کارونو کولو څخه مبرا ذات دى. نو دا څرګنده ده چې انسان بې له کوم هدفه نه دى پيدا کړل شوى.
له قراني اياتونو او روايتونو دا معلومه شوې چې د انسان د پيدايښت مقصد انساني کمال ته رسيدل او اخلاقي فضيلت حاصلول او د الله جل جلاله عبادت دى. چې دې لوړو هدفونو ته د رسيدو لپاره يوه دقيق منظم او پوره قانون ته ضرورت دى. چې همدا قانون دين انسان ته ښايي. د دين يو بنيادي کار انسان ته د ژوند د هدف او د ژوند د معنى وضاحت او ښوول دي.
هر انسان له خپل ځان سره دا سوال لري ژوند د څه لپاره دى؟ په دې دنيا کې په انسان دا درد او غم ولې دى؟ او په ټوله کې ايا دا دنيا د ژوند تيرونې لايقه ده که نه؟
ددې سوالونو د جواب لپاره د ژوند معنى او وضاحت ضروري دى. که چيرې انسان سره ددې سوالونو جواب نه وي نو د نا اميدۍ او ناکامۍ ښکار کيږي. نو دين دى چې انسان ته ددې سوالونو جواب ورکوي. او انسان ته د کمال ته د رسيدو لارې ښايي. په انساني ژوند کې د دين کردار لکه په کښتۍ کې د قطب نما داسې دى. يعنې د ژوند په دې حيرانوونکي سمندر کې دهدف په لور د رسيدو لپاره صحيح لاره انسان ته په ګوته کوي.
لنډه دا چې دين په حتمي توګه انسان ته د ژوند معنى ورښايي. او د انسان او د هغه د پيدا کونکي تر منځ رابطه واضحه او معلوموي. د سويزر لينډ يو مشهور پوهه او د نفسياتي مرضونو ډاکټر کارل ګوسټو يونګ د دين د اهميت او لارښونې په باره کې وايي. «زه چې کله له هغو مريضانو سره مخ کيږم چې د ژوند دويمې نيمايي ته داخل شوي وي. د هغوئ اکثره مرضونه د ژوند د مشکلاتو له وجې نه وي. بلکې د يو خاص سوچ او فکر له وجې مريضان وي. چې هغه سوچ چې د کاميابې لپاره مذهب خپلو لارويانو ته ښايي دوى ته نه وي ښودل شوى.
دين د ژوند په هر يوه اړخ کې په خپل يو خاص تفسير او تشريح سره د رضايت او اسانۍ بوټى د انسان په وجود کې کښينوي. او انسان يې دميوې د خوشحالې انتظار کوي. له دينه خبر او د دين په لارښونه روان سړى د ژوند د تيرولو قوانين په ښه او منصفانه توګه پيژني.
هغه خصوصيات چې انسان له حيواناتو بيلوي عقل او شعور لرل په کې ډير مهم دي. چې دين بيا په تکرار سره دعقل او شعور په واسطه انسان په کايناتو کې د پټو رازونو د رابرسيره کولو او په حقايقو باندې پوهې ته هڅوي. او دا هم په ويلو ارزي چې په انسان کې د ځان پوهونې اصل فطري ضرورت دى. او هر کله چې د انسان فطرت ته خنډ واقع کيږي بيا د انسان د ژوند ټول اړخونه ورسره ټکني کيږي. د قران کريم په سوره الرمز ايات نمبر ٩ کې الله جل جلاله فرمايي: ووايه چې پوهه خلګ او ناپوهه خلک سره برابر دي؟
د الله جل جلاله عبادت او د هغه طرفته رغبت د انساني فطرت يوه حصه ده. هغه د کايناتو خالق چاچې دا ټول موجودات هست کړي د هغه طرفته د انسان سر ټيټول د انسان د ژوند يو مهم امر دى. که چېرې دغه فطري سر ټيټول په صحيح طريقې سره ونه کړي او يا يې په کولو ونه پوهيږي نو انسان د بې لارۍ خوا ته بيايي. چې بيا غم او وهم  مصيبت او نا ارامي د هغه نه واک اخلي. لکه څنګه چې پوهيږو چې د انسان د ژوند تر ټولو لوى ضرورت روحي خوشحالي او سکون دى چې ددې خوشحالۍ او سکون لاس ته راوړل انسان د جرمونو سر غړونو ته اړباسي ان تر دې چې بيا د د بل انسان نه د ژوند په اخيستلو او د بل انسان په وژنه کې خپله خوشحالي لټوي. د انسان په روحي رواني او جسماني روغتيا کې ددين کردار ډير ځلانده او ښکاره دى. د نفسياتو ماهرين له ډيرو څيړنو وروسته اوس دا په ډاګه وايي چې ديني عقايد د نفسياتي او رواني او اروايي ناروغيو مخه نيسي او په انسان کې د زغم توان زياتوي.
يعني ددين په لارښوونه انسان کولاى شي له هر قسمه غم او وهم نه ځان لرې وساتي.
يو بل ارمان چې له اوله تر اوسه يې انسان د پوره کيدو لپاره تل نا ارامه پاتې شوى او هان د دنيا لوى لوى انسانان يې هم د فکر په ټغر کښينولي هغه د باقي پاتې کيدو هيله او ارمان دى.
مرګ د انسان په نزد يو وحشتناک حالت دى انسان ترې هميشه ويرېدلى . انسان دا سوچ کوي چې مرګ د هغه دوستان او خپلوان ورځينې جدا کړل او په دنيا کې د هغوى هيڅ نوم او نښان پاتې نه شو. او همداسې انسان مرګ د ځان لپاره هم يو د پاى ټکى ګڼي.چې دا له مرګه ډار د انسان د بقا د ارمان له وجې ده. هغه انسان چې د انسان حقيقت له جسماني وجود نه بغېر نور څه نه ګڼي.او د هغوې په خيال چې انساني ژوند صرف ددغه دنياوي ژوند نه مراد دى. او هغوى مرګ د انسان نابودي ګڼي. دغه ډله انسانان له مرګه تر ټولو زيات ويريدونکي دي. چې دوى لپاره يواځې ژوند د نجات لاره ده. خو يواځې ديني عقايد دي چې انسان ته د ژوند پاى او د ژوند بقا ښايي.د اسلام مبين دين انسان ته دا روښانه کړې چې فنا نشته. او مرګ صرف يو تبديل مکان دى له مرګه پس د ژوند يادونه يې کړې ده. چې نتيجه يې د انساني فکر ارمښت او د مرګ ويره کميدل دي.
همدارنګه دين انسان ته د انساني خواهشاتو د مهار کولو او منظمولو لارې چارې ښايي. انساني خواهشاتو ، شهواني خيالونو ځان غوښتنې د انسان د ژوند خطرات دوه چنده کړي. خو دين انسان له دې ټولو نه لاس په سر کوي. د روس يو مشهور ليکوال ډاسټا يو فسکي وايي«که خداى ج نه وي نو بيا د هر څه کول ازاد دي او که خداى وي نو بيا د ډيرو کارونو د کولو جواز نشته» يعنى د دين په دايره کله داخلېدو سره انسان  د ډېرو کارونو نه منعه کيږي.زه خپل ليکل هم پاى ته رسوم خو له دې پورته ټولو نه دا څرګنديږي چې انساني ژوند هر پړاو ته دين ډير منظم لارې ښوولي دي چې په کولو سره انسان انساني کمال ته رسيږي.او دين د انساني ژوند د تيرونې لپاره يو اړين امر دى.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top