کار کول د اسانو طریقو له مخې.

کار کول د اسانو طریقو له مخې.



«جیف بزوس» وايي: ډېر خلک په لحظو کې ژوند کوي، خو د ژوند لپاره ښه لید او فلسفه داده، چې انسان د خپلې راتلونکې لپاره په ارزښت قایل شي. داسې پلانګذاري وکړي، چې راتلونکې یې پکې منعکسه شي.
انسان په ژوند کې انعطاف او سختي دواړه تجربه کوي. که یو کار نه کیږي او سړی شله وي په زور یې کوي، دا له دېوال سره سرجنګول دي. په دې برخه کې انعطاف په کار دی. که ستاسې سوداګري او کسب ځای نه نیسي، حتمي نه ده، چې تر تله په همدغه کسب کې پاتې شﺉ. تاسې ګاز پلورﺉ، خو ترڅنګ مو د ګازپلورنې ګڼ نور دوکانونه جوړ شوي او د ګازپلورنې شرکت هم خپل خدمات د کورونو تر دروازو رسولي دي. لازمه نه ده، چې تاسې د عمر ترپایه پر ګازو پانګونه وکړﺉ، وګورﺉ، چې بل کوم کسب او پانګونه ګټه کوي. که دا کار نه کوﺉ دا له دېوال سره د سرجنګولو په معنا دي.
ځینې افراد د کار او سوداګرۍ د پیل په لومړیو پړاوونو کې د میلیاردر کېدو خوبونه ویني.
دا ښه خبره ده، چې پر مالي مسایلو مثبت فکر وکړﺉ، خو که په خپل کسب او پانګونه کې ماتیږﺉ، یا له زیان سره مخ کیږﺉ، ستاسې د میلیاردر کېدو خوبونه ورسره شړیږي. تاسې باید د واقعیتونو په درک د ځان لپاره اهداف او ارمانونه وټاکئ. ارمان حتمي نه دی، چې د عمل جامه واغوندي، خو تاسې د ارمان لپاره په پرله پسې توګه کار کوﺉ او په دې لاره کې مو ټاکلي اهداف یو یو ترلاسه کوﺉ. ارمان د انساني هیلو او غوښتنو وروستی حد دی.
د مایکرو سافټ شرکت بنسټګر بیل ګیټس وايي: « کله مې، چې کار پیل کړ، پر دې مې فکر نه کاوه، چې یوه ورځ شتمن شم، یا د شتمنو په لیست کې راشم. ډېر داسې کسان، چې په خپلو چارو کې صادق دي او په لیوالتیا یې ترسره کوي، داسې ځایونو ته رسیږي، چې تصور یې هم نه وي کړی. مهم څیز له کار سره مینه او پر ځان باور دی».
چارلي مانګر د نړۍ ستر میلیاردر دی. هغه وايي، چې سړی باید په کار او مسلک کې درې قوانین پرځان ومني. یو هېڅ وخت داسې څیز پرچا ونه پلوري، چې خپله یې پېرلو ته زړه نه ښه کوي. سوداګر د ځان لپاره اکیرا ټلویزیون نه خوښوي، خو بل کس ته یې ستاینې کوي، چې ویې پېري. دا چاره د پېرونکي او پلورونکي ترمنځ بې باوري رامنځته کوي.
هیڅ وخت له داسې چا سره کار مه کوﺉ، چې نه مو خوښیږي. له داسې کس سره کار کول ستاسې د ناکامۍ پیل دی. تاسې خپله لېوالتیا، له کار سره مینه او پر ځان باور او کاري روحیه له لاسه ورکوﺉ.
بالاخره له داسې چا سره کار وکړﺉ، چې له هغوی سره کار خوند درکوي.
که تاسې له یوه داسې مدیر سره کار کوﺉ، چې هېڅ مو نه خوښیږي، شپه او ورځ یې غیبت کوﺉ. مدیر مو هم پر تاسې بندیزونه لګوي. د هغه له وړتیاوو، مهارتونو، یا په دفتر کې له شته امکاناتو او فرصتونو سمه ګټه نه شى اخيستی. که له بهره د زده کړې او ظرفیت جوړونې بورسونه راځي، په دې ډاډمن اوسى، چې تاسې ته یې نه درکوي، وروستی او د ناچارۍ ورځې انتخاب به یې تاسې وﺉ. په دغسې چاپیریال کې تاسې وده نه شى کولای او ښه داده، چې د ځان لپاره متبادلې لارې ولټوﺉ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top