زنداني طالب

زنداني طالب



لیکواله: انیسه «غزنوی»
... هلته لیري تورو تورو غرونو شاته، د اغزنې پنجرې څټ ته، د څلورو دیوالونو په تابوت کې، د ژوندون او مرګ برزخ کې یو مظلوم په زولا نه لاس او پښو په بې وسه نظر کله اخوا کله دا خوا ګوري...
په خیالي نړۍ کې د خلاصون شینکي خوبونه ګوري او هره ګړی یې د خولې څخه د اسویلیو امیل د آسمان په لورې درومي او کله کله خپلې مورکۍ ته د نسیم په وزرو پیغامونه استوي...
ادکې! زه یو میلمه وم در نه لاړم، ته ژړا مه کوه ځکه زما ضمیر د زندان د دیوالونو تر شا هم حر او خپلواک دی.
کله به یې اوښکې پر ګریوان تویې شوې خو سمدستي به یې خپل ضمیر ته په دې خبرو ډاډ ورکاوه چې: که زما لاس او پښې زولا نه دي، نو څه اندیښنه ده؟
که زما لار تیارو او کندو کپرو کې تیره شوي ده...
که زما د ژوندانه له ډیرو خوږو لمحو څخه محرم اوسم! ...
څه اوشو؟
او که هر څو منزل مقصود ته د رسیدو نه مخکې توفان ما له تلو څخه منع کړي مګر بیا هم په دې خیال سره مسرور یم چې زه دا ټول دردونه یوازې د الله رضا او د اسلام د سر لوړی لپاره ګالم او په دې کې ماته پوره خوند او مزه حاصله ده.
د دې سره یې په شونډو یوه غمجنه موسکا خپره شوه او وی ویل: «حسبناالله و نعم الوكيل»
د زمانې نادود او د وسلو سالارانو دده په زړه ډیر ټپونه ایښي وؤ او دا ناخوالی یې په زړه کې لکه د سیمابو اوبه ښکته پورته کیدې خو هغه بې وسه او زندانې ؤ او په خوله یې هیڅ هم نه شو ویلای.
دهغه په زرړه کې ډیر سوز او دخپل قوم څخه ډیرې ګیلې مانې ښکاریدې او په هر آه کې یې ایمان پلورونکو ته لعنتونه استول.
کله یې چې زړه له آه او فریاد څخه ډکیده، بیا به یې بې اختیاره اوښکې روانې شوي.
خدایه! مونږ نه هغه زړونه واخله چې د مظلو م او بې وسه له سترګو څخه په عبث تویونکو اوښکو نه خوږیږې او هغه لاس، پښې او ژبه مه راکوه چې مظلوم خلک ژړه وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top