د افغان چارواکو د پام وړ!

د افغان چارواکو د پام وړ!



#افغان_محصلين
مونږ په پى ايم دى سى( PM&DC) کى د خپلو تحصيلي اسنادو ثبت او راجستر کيدل غواړو !
کلونه کيږي چې د 150 افغان محصلينو په شاوخوا د پاکستان په کراچۍ ښار په بقايي طبي پوهنتون کې خپلي زدکړي پر مخ بيايي او يو شمير افغان محصلين له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي هم دي خو تر اوسه پوري د افغان محصلينو تحصلي اسناد په پاکستان کې د لوړو زده کړو د قانون مطابق په پي ايم ډي سي کې ثبت او راجسټر شوي نه دي .
افغان محصلين د پوهنتون له اداري شکايت کوي چې د دوی د اسنادو په ثبتولو کې يې ناغيړي کړي .
د افغان محصلينو د صبر کاسه نوره ډکه شوي او د خپل حق د غوښتلو په خاطر به دوي سوله ایزې مظاهري وکړي او که د محصلينو مشکل حل نشي د دوي مظاهري به لا نوري پراخي او دوام پيدا کړي.
د يادوني وړ ده چې ياد مشکل په پاکستان د افغانستان له سفارت او په کراچۍ ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره شريک شوی، خو تر اوسه پورې يې مشکل ته د حل لاره چاره نه ده پيدا کړې.
 
په بقايې پوهنتون کې د افغان محصلينو ټولنه!
 
C:UsersRohiDownloads21764133_1937062776549950_1757269230_o.jpg
tags

ستاسې تبصرې

*


Top