د افغانیو خوندیتوب لپاره د افغانستان بانک نوې پالیسي!

د افغانیو خوندیتوب لپاره د افغانستان بانک نوې پالیسي!




پیسې د ورځني ژوند په راکړه ورکړه کې یو له ډېرو مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې له
دې پرته د پېر او پلور اړیکې په ستونزمن ډول ترسره کېږي، ځکه ټولې راکړې ورکړې، اقتصادي
فعالیتونه، د توکو او کالیو ارزښت د پیسو له مخې ترسره او ټاکل کېږي. اوسمهال ډېرې کمې سیمې دي
چې هلته د پیسو سیستم پر ځای دې د جنس په جنس د تبادلې سیستم (بارتر سیستم) فعال وي. که یو کس
توکي یا خدمات رانیسي نو مجبور دی چې په مقابل کې يې د هغه قیمت پرې کړي او دا قیمت د پيسو په
منځګړیتوب او ورکړې سره پرې کېږي. په نړۍ کې هر هېواد خپلې کاغذي پیسې (بانکنوټونه او سکې)
لري، چې د هماغه هېواد په قلمرو کې دننه د راکړې ورکړې لپاره استعمالېږي او د نړیوالتوب پراخېدو
سره د یو شمېر هېوادونو پیسې د هماغه هېواد ترڅنګ په سیمه او نړۍ کې هم اعتبار لري او هم د
مختلفو سیمو خلک يې په راکړه ورکړه کې ترې استفاده کوي چې ښه بېلګې يې ډالر، یورو، پونډ او نور
دي.
د افغانستان ملي پیسې افغانۍ دي چې د افغانستان د قلمرو په دننه کې افغانان يې د پېر او پلور پر وخت د
تبادلې لپاره ور څخه ګټه اخلي. څرنګه چې د يو هېواد پیسې د هغه هېواد د وګړو د ملي هویت څرګندونه
کوي نو په همدې بنسټ افغانۍ زمونږ ملي پیسې او زمونږ ملي هویت دی چې د دې ملي هویت د
رامنځته کېدو، تلپاتیوالي او اعتبار تر لاسه کولو لپاره مرکزي بانک (د افغانستان بانک) په فعال ډول د
افغانیو اړوند په بېلا بېلو پالیسیو او سیاستونو کار کوي، څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي. د افغانستان
بانک د افغانیو د ډیزاین، چاپ، مقدار، عرضې، ساتنې، اعتبار او ارزښت ساتلو مسوولیت په خپله غاړه
لري او په لویه کې د بیو ثبات او د پرختللي مالي سیستم لپاره لاس په کار وي.
د افغانستان بانک د نوې پالیسۍ له مخې هغه پیسې (افغانۍ) چې لیک او رسامي پرې شوې وي، مسلسل
سوري ولري، تیزاب یا کوم بل کیمیاوي مواد پرې شندل شوې وي، په اوبو وینځل شوي وي او یا د
پلستر (اسکاشتیپ) پرته نور نښلېدونکې موادو ککړ وي، تر نوي کال (د کب تر نهه ویشتمې نېټې) پورې
په چلندوړ افغانیو بدلوي او د نوي کال له لمړې نېټې وروسته له چلښته وځي او په همدې موخه يې له
عامو افغانانو غوښتي چې د یادو پیسو له اخیستو څخه ډډه وکړئ او یا که له ځان سره يې لرئ نو د
بدلون لپاره يې د افغانستان بانک ته یوسئ څو په مقابل کې په هماغه اندازه سالمې او د چلښت وړ پیسې
ترلاسه کړئ.
د افغانیو ساتنې او خوندیتوب په اړه د افغانانو د پوهاوي کچه ډېره لږه ده او یا په نشت حساب دی، ځکه
دوی نه پوهېږي چې افغانۍ باید څنګه سالم وساتل شي. دا چې افغانۍ زمونږ د افغانانو خپلې پیسې دي نو
باید چې په ساتنه کې يې خپل مسوولیت ادا کړو. ډېر کسان به مو لیدلې وي چې له پیسو کتابچه جوړوي،
د مبایل شمېرې پرې لیکلي او ځينې خو رسامي هم پرې کوي، زمونږ اکثره میرمنې پیسې په لاس کې
قات قات کوي او يا يې د پړوني په پيڅکه کې غوټه کوي، عموما ځوانان او زاړه مخکې له دې چې
پیسې جیب ته ور ښکته کړي، نه يې سموي او په مناسب ډول يې په جیب یا بټوه کې نه ځای پر ځای
کوي، مستري کاکا په خپل خیرنو لاسونو همدا پیسې ښکته پورته کوي، هوټلي ماما هم په غوړینو لاسونو
پیسې داسې په چالاکی او بيړه اخلي چې پوښتنه يې مه کوئ، خو دوې حداقل دا فکر نه کوي چې دا پیسې
باید په پاکو لاسونو واخیستل او وسپارل شي. د افغانیو ناسم قات کول امکان ولري چې د ده نیم عمر کم
کړي یعنې که یو سلګون افغانۍ د دې وړتیا لري چې د پنځو کلونو لپاره په اقتصادي دوران کې ښکته
پورته شي، نو د ناسم قاتوالي او نه پاملرنې له امله به ددې عمر نیمايي ته رالنډ شي او دا سلګون به دوه
نیم کاله وروسته خپل د چلښت وړتیا له لاسه ورکړي او له چلښته به وغورځي. افغانۍ خو د راکړې
ورکړې پرمهال د اسانتیاوو لپاره چاپ او زمونږ په چوپړ کې دی، نه چې په لوند او خوله شوي لاس کې
يې ونیسو او یا لوبې پرې وکړو.
د پیسو عمر دومره ډېر اوږد نه وي او د نه پاملرنې سره به دا کاغذي پاڼې لا ژر له منځه لاړې شي.
اکثره خلک په دې نه پوهېږي چې پيسې څنګه چاپېږي، ولې چاپيېږي او د پیسو د استعمال په ارزښت نه
پوهېږي. عام وګړي پیسې خوښوي خو بیا په ساتلو کې يې هغومره هڅه نه کوي چې لازم دي.
د افغانیو قوت او ځواک په دې کې نه دی چې خلک دې پرې لیکل او رسامي کوي، په تېزاب، غوړیو او
نورو کیمیاوي موادو دې ککړوي او بیا دې هم چلېږي، بلکې د افغانیو ځواک په دې کې دی چې خلک
ددې جرئت ونه لري څو په افغانیو لیکل او رسامي وکړي او یا کیمیاوي مواد دې پرې وشندي. ډالر هم
پیسې دي چې لیک، رسامي، سوري کول او په کیمیاوي موادو ککړول خو لا څه کوئ؛ څوک يې د قات
کولو جرئت هم نه لري.
د عامو افغانانو د عامه پوهاوي کچې د ټیټوالي له امله یو څه موده د دې نوې پالیسۍ اړوند د خلکو
ناندرۍ او غبرګونه راوپارېدل او اکثره وګړو معمولي داغداره یا په خودکار لیک ککړې پیسې او حتی
اسکاتشیپ لرونکې پیسې يې هم نه اخیستې، خو اوس هڅې روانې دي چې عام وګړي د هغو افغانیو
ځانګړتیاوې وپيژنې چې له نوي کال څخه وروسته به په اقتصادي دوران کې نه چلېږي.
د پیسو تر ټولو هغه بد ډول ضایع همدا ده چې د خطاطۍ، رسامۍ، وینځلو، په تېزابو او غوړیو د
ککړېدو له امله له چلښته لوېږي.
د افغانستان بانک د چارواکو په وینا هر کال تقربیا پنځه میلیارده افغانۍ د زړښت یا نورو نیمګړتیاوو له
امله چې له کاره ولوېدلي وي سوځول کېږي او په تېرو يوولسو کلونو کې د افغانستان بانک د ۴۱ میلیارد
افغانیو په ارزښت بانکنوټونه سوځولي دي. یعنې په تېرو یوولس کلونو کې تقربیا د یو میلیارډ ډالر زیان
د افغانیو د زړېدو او له کاره ولوېدو له امله افغانانو ته او په ځانګړي ډول حکومت ته رسېدلې چې په دې
پیسو باندې د سلما دوه ستر بندونه جوړېدای شي. د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د هرې
افغانۍ (بانکنوټ) د چاپ په پار درې افغانۍ لګښت پرې کوي، چې د زړو افغانیو د سوځېدو سره مونږ د
همدې رقم تاوان هم پرې کوو.
د افغانستان بانک د چارواکو په وینا هغه افغانۍ چې د کاره ولوېدو له امله سوځول کېږي، سیریل نمبرې
يې هم نه ثبت کېږي او علتونه يې دا ښودلي چې یو ډېر وخت ته اړتیا ده او بل دا کار ستونزمن دی چې
د ټولو سوځېدونکو بانکنوټونو سیریل نمبر دې ثبت شي.
که چیرې د سوځېدونکو بانکنوټونو سیریل نمبرې ثبت شي نو په اسانۍ سره کېدلی شي چې یاد افغانۍ بیا
ځل چاپ او د چلښت په پار د پیسو په جریان کې داخل کړی شي.
ستاسو په جیبونو کې پیسې وروستي پیسې نه دي بلکې دا پیسې له زرګونو لاسونو څخه زرګونه نورو
لاسونو ته ځي او لکه د لاس خیره نن ستا په لاس کې ده سبا د بل په لاس او بل سبا د بل په لاس کې به
وي.
هغوی چې افغانۍ سم نه ساتي هغه بلا ته ورته دي چې زمونږ میلیونو پیسو ته اور اچوي، د افغانستان
بانک میلیادونه پیسې نه سوځوي، بلکې دا مونږ یو چې په میلیاردونو پیسې سوځوو او دا زمونږ د نه
پاملرنې له امله ده چې په میلیادونو پیسې سوځي. تاسې به اورېدلې وي چې لیونیان پیسو ته اور اچوي
خو دلته ډېر هوښیار خلک شته چې پیسې سوځوي خو نه پوهېږي چې د دوې د لاسه پيسې څنګه سېځي.
پیسې لکه د ونې د پاڼې په شان نه دي چې په ونه کې زرغون شي، بلکې پیسې فکرونو، هڅو، پالیسیو او
لګښتونو ته اړتیا لري څو په یو اقتصاد کې وچلېږي، خپل ارزښت ثابت وساتي او اقتصادي جریان له
کوم ځنډ او خنډ پرته فعالیت وکړي.
د افغانستان بانک د افغانیو د کیفیت، خوندیتوب او اندازې مسوولیت په غاړه لري او د همدې لپاره يې
نوې پالیسي جوړه کړې چې تر نوي کاله پورې د افغانستان بانک هر ډول زړې او له کاره ولوېدلي
افغانۍ له اقتصادي دورانه وباسي او په مقابل کې يې د چلښت وړ افغانۍ دې جریان ته ور اضافه کړي.
پخوا به د افغانستان بانک زاړه، له کاره ولویدلي او بې کاره پیسې سوځول او په عامو وګړو به کوم مالي
لګښت نه راته، خو له دې وروسته عام وګړي د دې قیمت پرې کوي. عام وګړي د پیسو په راکړه ورکړه
کې له بي غوري کوي او د دوې د بي پروايې د لاسه هر کال پنځه میلیارده افغانۍ سوځول کېږي خو له
دې وروسته که د کوم کس په زرګون افغانۍ رسامي وکړ او یا يې په تیزابو ککړ کړ، نو د یاد کس څخه
هغه زرګون هیڅ څوک نه اخلي، حتی د افغانستان بانک هم دا پیسې ورته په چلښت وړ افغانیو نه بدلوي،
نو لهذا یاد کس به د خپل جیب او ګټې څخه زر افغانۍ تاوان پرې کوي چې تر دې مهاله (د افغانستان
بانک) دا تاوان پرې کوه او له نوي کال څخه به دا زیان عام وګړي پرې کوي.
مونږ باید چې د خپل روغتیا ترڅنګ د هېواد اقتصادي روغتیا ته هم فکر وکړو او زمونږ اقتصاد د
استعمال وړ، ثابتې او متقدرې افغانۍ ته اړتیا لري.
د پیسو له کاره غورځول یو منفي عمل دی چې اقتصادي او مالي سیستم اغېزمنوي او ځېنې ناوړه اغېزې
يې په لاندې ډول دي:
 د پیسو له کاره لوېدو سره د افغانستان بانک مرکزي بانک ته مالي زیان اوړي او د افغانستان
بانک اړ دی چې په هماغه اندازه پیسې چې له کاره ولوېدلي، بیرته چاپ او د پیسو دوران ته
يې عرضه کړي، چې د پیسو چاپ لګښت غواړي او دا لګښت د افغانستان بانک پرې کوي،
خو له دې وروسته هر هغه څوک چې افغانۍ له کاره غورځوي مجبوري دي چې دا لګښت
پرې کړي.
 هغو نیمګرتیاوو له امله چې پیسې پرې له چلښته لوېږي، زمونږ په اقتصاد کې د پیسو عرضه
کمېږي چې په دې سره لنډمهاله انفلاسیون رامنځته کېږي او د توکو بیې لوړېږي چې زمونږ
اقتصاد او عام وګړي ترې اغېزمن کېږي.
 د پیسو د عرضې له کمېدو سره پانګوال د پیسو له کموالي سره مخ کېږي، ځکه په داسې
حالت کې بانکونه هم په هماغه اندازه د پیسو له کموالي سره مخ کېږي څومره پیسې چې له
چلښته لوېږي او دوې نشي کولای چې پانګوالو ته د پانګوونې لپاره مناسب پور برابر کړي،
نو په دې ډول پانګونه کمېږي، د پانګوونې کمېدو سره ټولېزه تقاضا کمېږي، د تقاضا کمېدو
سره عرضه هم کمېږي او په دې ډول د دې ستونزې د اوږدېدو سره په اوږدمهال کې
اقتصادي وده کمېږي، څو چې مرکزي بانک یاده ستونزه په نښه او د چلښت وړ افغانۍ بازار
ته عرضه کړي، نو دا ستونزه به حل شي.
 څومره چې پیسې نیمګرتیاوې پیدا کوي، په هماغه اندازه خپل ډاډمنتیا او ارزښت له لاسه ور
کوي. څومره چې پیسې له نیمګرتیاوو پاکې وي په هماغه اندازه ډاډمنې او باورمنې وي.
 کله چې پیسې زاړه شي او د پیسو له دوراني سیستم څخه وځي نو امکان شته چې بهرنۍ پیسې
لکه کلدارې، ریال، ډالر، یورو، پونډ او نورې د افغانیو ځای ونیسي.
 د وګړو د حقیقي عاید کمېدو سبب ګرځي.
 د بیو د بې ثباتي رامنځته کېږي. که چیرې بانکنوټونه د عامو وګړو په جیبونو کې بې پروايي
له امله دومره زړې شي چې له چلښته لوېږي نو عام وګړي (دکاندار، سوداګر، بانک او
ادارې) د له چلښته ولوېدلو پیسو د جبران لپاره د توکو بیې لوړوي چې دې سره د انفلاسیون
کچه هم لوړېږي.
د افغانستان بانک د نوي پالیسۍ ګټې:
 د افغانستان بانک د نوې پالیسي موخه دا ده، چې افغانۍ خوندي او روغ وساتل شي او د بې
پروايې له امله له چلښته ونه لوېږي څو په میلیاردونو افغانیو سوځولو ته اړتیا نه شي.
 د افغانستان بانک د هغه زیان څخه په امان شي چې د نیمګرتیاوو له امله د چلښته ولوېدلو
افغانیو پر ځای نوي افغانۍ چاپ او د پیسو دوراني سیستم کې يې بیرته ور داخل کړي.
 د افغانیو ارزښت لوړېږي.
 افغانۍ بااعتباره او ډاډمنه شي، زړې افغانۍ به راټولې شي او ځای به يې نوې او سالمې
افغانۍ ونیسي. په لنډمهال کې لکه څنګه چې اوس ستونزې شته او وي به، خو په راتلوونکي
کې به د پیسو په دوراني سیستم کې سالمې، خوندي او ډاډمنې پيسې ځای پر ځای شي.
 د افغانستان بانک نوې پالیسي ځکه ارزښتمنه ده چې دا پالیسي خلک هڅوي، څو دوې په خپله
لاس په کار شي او عام وګړي په خپله افغانۍ خوندي کړي یعنی له دې وروسته عام وګړي د
افغانیو د خوندیتوب مسوولیت په غاړه اخلي چې مخکې له دې دا مسوولیت یواځې د افغانستان
بانک سره وو، او اوس دا مسوولیت ټولو افغانانو ته په حقیقي معنا انتقال شو او د زیان لګښت
يې هم د عامو وګړو ترغاړې شو او هغه څوک به دا تاوان پرې کوي، چې د افغانیو پر
وړاندې بې غوره دي او سم يې نه ساتي.
 د دې پالیسې له مخې له دې وروسته به افغانان هم د خپلې پیسې سره له احتیاطه کار اخلي او
د نورو پیسو په شان به يې ښه او سالم ساتي، د مثال په ډول: دوه ډوله د ډالرو او افغانیو
بانکنوټونه دي، خلک ډالر ښه ساتي، لیک او رسامي پرې نه کوي، په تیزاب او غوړیو يې نه
ککړ وي او له ډېر احتیاطه ورڅخه ګټه اخلي، خو د افغانیو پر وړاندې بیا همدا خلک بې
غوره دي او څه يې چې زړه غواړي هماغسې په بې غوره ډول استعمالوي.
 د افغانیو د ډاډمنتیا او اعتبار ډېرېدو سره به د افغانیو ترویج هم پراختیا ومومي، خو البته په
لنډمهال کې نه بلکې په اوږدمهال کې، ځکه د پیسو اعتبار لوړ شو. په هغو سیمو کې چې
کلدارې او نورې پیسې چلېږي، هلته د افغانیو نوې پالیسي به په عامو وګړو او د افغانیو په
چلښت او ترویج هېڅ ډول اغېز ونه کړي، ځکه هلته له پخوا څخه افغانۍ د راکړې ورکړې
لپاره نه استعمالېږي خو که دولتي ادارې افغانۍ په راکړه ور کړه کې استعمالوي نو دا به د
لنډمهال لپاره د غلط فهمۍ له امله ستونزې رالاړې کړي لکه څنګه چې ستونزې يې راولاړې
کړي دي.
افغانۍ زمونږ د ملي هویت، ملي ویاړ او ملي اقتدار نښه ده، ددې ویاړمن هویت ساتنې او اقتدار ته بشپړه
پاملرنه وکړئ.
درنښت
tags

ستاسې تبصرې

*


Top