د ادبیاتو استاد سبحان شهاب د ارواښاد استاد شپون په اړه غږیږي.‎

د ادبیاتو استاد سبحان شهاب د ارواښاد استاد شپون په اړه غږیږي.‎



​استاد سعدالدین شپون پښتو معاصر نثر لیکوال، شاعر او ژورنالېست دی. شپون د قاضي برهان الدین زوی دی، چې په ۱۹۳۳ میلادي کال د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې زېږېدلی د ی. استاد لومړنۍ زده کړې همالته په کندز کې ترسره کړې وې. منځنې زده کړې یې په کابل حبیبې لیسه کې پاې ته رسولې وې او لوړې زده کړې یې بیا د ماسټري تر کچې پورې په امریکا کې سرته ورسولې. هغه مختلفې دندې ترسره کړې وي. ۱۷ کاله یې په امریکا غږ راډيو کې کار کړی و. د علومو اکاډمي غړی پاتې شوی. د کابل پوهنتون او د ډنمارک په کوپنهاګن پوهنتون کې یې هم استادي کړې ده. استاد د عمر ډيره برخه په لیک او لوست تیره کړې وه. هغه تر مرګه دا آثار وليكل:
۱. شين ټاغی
۲. ګټیالی
۳. سمڅې یاران
۴. بنګي غاړه
۵. و نه و یو شپون و
۶. ښایستو
د هغه ميرمنې ویلي، چې له شپون څخه یو اثر نا لیکی پاتې شو، چې په دې وروستیو کې یې کار هم پرې تیز کړی و.
بلاخره ارواښاد استاد سعدالدین شپون د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د تیرې یکشنبه د سپتمبر ۱۰ مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.
 
 




tags

ستاسې تبصرې

*


Top