د ادبیاتو استاد شهاب وایي؛ " استاد شپون په اورېدلو سره، پر بدن کې مې ځېږ والي راځي."

د ادبیاتو استاد شهاب وایي؛  " استاد شپون په اورېدلو سره، پر بدن کې مې ځېږ والي راځي."



د شیخ زاید پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد سبحان الله شهاب سره مو د پښتو ژبې د نثر پاچا ارواښاد استاد سعدالدین شپون په اړه مرکه کړې ده.
سایل: د استاد سعدالدین شپون دد ژوند، لیکلو او د ده نثریز ادب په اړه که راته وویاست؟
شهاب: بسم الله؛ د ادب په وړاندې کولو سره، سلامونه ټولو اورېدونکو ته!
استاد سعدالدین شپون دې الله غرق رحمت کړي. مغفرت دې نصیب شي. زموږه یوه لیوه هستي. د ادب ستوری، د ځانته سبک خاوند. خاص طرز تفکر. مخکښه څېره. ادیب، شاعر او لیکوال. یو خاص نثر لیکونکی. دا داسې یو شخصیت و، چې دده د شعري یا نثري بڼه په سبکي لحاظ سره، خاص طرز تفکر درلود. ریالستکه بڼه یې قوي وي، درنده وه. شعر یې روان و. واقعیتونه یې پر ډاګه و. دده په اشعارو کې، دده پر آثارو کې، دده پر نثر کې، دده پر نظم کې، دده په ژوند کې، دده په شاعرۍ او بنډارونو کې هغه څه جوت و، چې هغه د واقعیت سره، د ټولنې سره تړلي و. شعر یې روان و. پر شعر کې یې هم دغه خواوې ښکاره کړې وي. حتی هغه رسمي اشعار/ هغه خاص اشعار چې خلکو په کنایې شکل سره ویلي. استا شپون ددې شي نه مستثنی و. هغه به خبره کوله، ولې پر ډاګه به یې کوله. داسې اشعار یې ویلي، چې عامه فهمه، د خلکو پر ژبه، ساده به و، روان به و. خلکو د پارې یې شاعري کوله. اورېدونکو د پاره یې شاعري کوله. نه یې د ځان لپاره کوله او نه یې د داسې چا لپاره کوله، چې دده له مرګ سره، دده شعر مړ شي، ولې دده شعر به ابدي وي. ده ځانته یو خاص سبک درلودلو، چې هغه سبک په دې معاصره دوره کې له کلاسیکې دورې توپیر درلود. هغه توپیر یې دا و، چې دده پر شعر کې بربنډ والی و. ښکاره توب و. نثر یې هم همداسې و. د مجلسونو سړی و. الله دې غرق رحمت کړي.
سایل: استاد تاسو دده د نثرونو او شعرونو د بربنډوالي خبره وکړه. ښایستو ناول یې موږ لوستی. دا یو ډیر بربنډ که ووایو، چې ډير بربنډ ناول دی. نو فکر نه کوی، په لیکلو کې دغسې ورته یو څه دې په ادبي ژبه راوړل شي؟
شهاب:  د ادبیاتو موخه همدا و. توپیر یې همدا و. دریمه دوره، معاصر دوره چې رامنځته شوې پر همدې بنیاد رامنځته شوې. پر نورو دورو کې به په شعوري توګه پر شعر کې پر نثر کې داسې کلمات راوړل کېدل، چې هغه د فکر کولو لپاره به یوه زمینه سازي به کېدله. هر څوک به د هغه پر نثر نه پوهیدل، ولې پر همدغه معاصره دوره داسې شعر ویل شوی، چې د شعر ښکلا یې زیاته کړې ده. د نثر ښکلا یې زیاته کړې ده. پر شعر کې یې خلک هڅولي دي. دده لارویان دده پر ژوندون سره پیدا شوي دي. نو دا د شعر یوه خاصه ځانګړنه وه، چې پر شعر کې یې راوړل اړین دي. ښه دي، ښکاره دي او د خلکو په ژبه دي.
سایل: ډيره ښه ده. ده خپله په مرکو کې ویلي؛ هغه څه چې خلک یې کوي، ولې ویلی یې نه شي مګر ما که کړي نه وي نو وایم یې؛
شهاب: ده عشقي شعر هم ویلی دی، حماسي شعر یې هم ویلی، دیني، مذهبي او عقیدتي شعر هم ویلی، خو ولې د پښتوني غیرت پر خاطر د پښتوني دود او دوستور په خاطر باندې ده د ژوند د پیله تر پایه پورې دغه برخه ډيره ستایله ده. ډيره یې یاده کړې ده. ځکه دده اشعار په ژوندي یې نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. ځکه پښتونولي، غیرت ولي، ننګ، ناموس  دا د ټولو ژبو هغه غربي او که شرقي دي په هغو کې خاص ارزښت لري. نو ده د پښتو ژبې لپاره، هغه پښتونولي لکه ما چې تیرو خبرو کې وویلي، چې ریالیستکه بڼه لري. حقیقي بڼه لري. واقعبني ده، نو دده اشعار حقیقي بڼه لري، پښتوني او وطني بڼه یې زیاته تر سترګو کېږي.
سایل: استاد وایي؛ دی، چې کله په کابل پوهنتون کې استاد و. هغه مهال د معاصرې ادبي تیورۍ تر عنوان لاندې هېڅ موجود نه و. لیکل آثار، لیکلي ممد مواد. ده بیا د معاصرې ادبي تیورۍ لپاره، هڅه وکړه. بلاخره یو څه یې ولیکل، چې تر ننه پورې د هېواد مختلفو پوهنتونونو کې تدریس کېږي. په دغې معاصرې ادبي تیوري کې څه دي؟
شهاب: مننه؛ ښه پر ځای پوښتنه مو وکړه. موږ پر ادبیاتو کې پر دوو خواو بحث کو، چې یو ته یې ژبپوهنه وایي، بل ته یې ادبپوهنه وایي. ادبپوهنه درې برخې لري. یوه برخه یې ادبي تیوري ده، یوه برخه یې ادبي کرکتنه ده، یو برخه یې ادبي تاریخ دی. ادبي تاریخ له دې دوو برخو سره اوږه ره اوږه مخکې روان دی. هغه آثار، هغه کتابونه/ هغه ادبي لیکوالان یا د ادب هغه خوا که هغه ادبي ټوټه ده، نکل دی، تکل دی، کېسه ده، نور داسې څه هنري ژانرونه دي. ددغو ژانرونو په رابطه باندې د مختلفو لیکوالانو نظریاتو راټولو د خپل نظر پر شریکولو سره، یو څه ترې راوېستل. نو استاد شپون یوازې پر تیوري کې نه؛ پر تیوري کې خو مخکښه څېره وه، ولې موږ ته یې په کرکتنه کې یې لوی کار کړی دی. موږ ته یې پر ادب تاریخ کې کار کړی. موږ پر ادبي تاریخ، پر ادبي تیوري کې، پر ادبي کرکتنه کې دده د نظره نه، دده د تیوري نه، استفاده کو. خل محصلان دده له افکارو سره بلدو او دده له افکارو څخه ګټه پورته کو. ترڅو پورې زموږ ادب غني شي او لا پسې مخکې لاړ شي.
سایل: استاد یوه بله پوښتنه، د "بنګي غاړه" لنډه کیسې یې ما لوستې. دده دا کیسې که ووایو، ډيرې به سختې یې. نو دغه د کيسې لنډ جوړ او سخت والی سره څنګه مقایسه کوئ؟
شهاب: دا هم پر ځای پوښتنه ده. حقیقت دی. کله چې پر کيسه باندې موږ خبره کو. دا حقیقت دی. کیسه مبدا لري، اساس لري، خاکه لري، ددغې خاکې نه په راوېستلو سره،  داسې هنریت ورکول، چې هغه د پیله تر پایه په کيسه کې داسې یو څهپهکې پراته وي، چې د انسان هغه حوس زیاتی او په اخره کې یې نچور راوځي.
سایل:  د استاد شپون کيسې نو ولې سختې دي!؟
شهاب: ددې کيسې ما په تیرو خبرو کې یادونه وکړه، ریالیستیکه بڼه لري، ولې هنریت د کیسې لپاره ترټولو لومړی اساس او شرط دی. ده کیسې څنګه چې ده، کټ مټ هماغسې راخیستي دي. کیسې هنریت لري خو ولې د اړخونو لپاره، د هغه معیار لپاره، چې یو سړی څومره ورته حوس پیدا کوي. سړی ورته څومره تلوسه پیدا کوي، هغسې نه؛ ده د کيسې محتوا پر بربنډه توګه سره، په واقعي بنۍ سره جوته کړې ده. نو ځکه یې کيسې سړی نه تلوسه کې کوي. ولې کيسې یې داسې نه دي؛ لکه ته چې وایي چې سختې دي، ستړې کوونکې دي یا اورېدونکي نه لري او یا لوستونکي نه لري. استاد شپون په یو وخت کې به کله چې ده امریکا غږ رادیو سره کار کاوه، یو پروګرام یې د کیسې په نامه درلوده. هغه پروګرام یې له لسو تر یولسو بجو و. ډير پښتانه ډير افغانان به ددې لپاره د ژمي اوږدې شپې رڼې کولې ترڅو پورې، چې د استاد شپون له  خولې خپله کیسې واوري. نو دده کیسې ډير شایقین، ذایقین، اورېدونکي او لوستونکي  هم لري. زه کاملاً ستا د خبرې سره موافق نه یمه، لږ  تحمل وړ بلم، چې شاید دغې موضوع فکر کولو ته هڅه په کار دی.
سایل: استاد شپون زموږ ترمنځ نشته؛ اوس د ادب مینه والو او موږ ته څه په کار دي؟
شهاب: استاد شپون په اورېدلو سره، پر بدن کې مې ځېږ والي راځي. تر سترګو مې اوښکې راځي. خفګان کې یې واقع یاستو. انسان چې کله د واقعې سره، خفګان سره، مخامخ کېږي په خپل حال کې نه وي. هېڅ داسې الفاظ نه راځي، چې زه د استاد شپون هغه څه چې دده تشه رامنځته شوې ده. د ډګولو لپاره یې په فکر کې ولرم، خو د عامو اورېدونکو، لوستونکو او لیدونکو لپاره، د استاد شپون په نقش قدم. دهغه په پل باندې پل کېښودل. د هغه آثار لوستل، که نثري او که نظمي وي. هغه اثار، چې لا تر اوسه د چاپ په ګاڼه دي سمبال شوي، د چاپ په ګاڼه سمالول. د هغه اثارو ته په ارزښت قایلیدل. زه هم د استاد شپون یوه لاروي پر صفت په ځان لازمي بولم، چې د استاد شپون هغه خدمتونه، چې پښتو ادب لپاره یې کړي دي. د پښتوني غیرت لپاره یې کړي دي، که هغه په  هره برخه کې وي. دا به پر ځان عملي کوم. نورو ته به یې وړاندې کوم. له نورو مې همدا توقع ده، چې د استاد شپون په لاره لاړ شي.
سایل: په همدې هیله؛ د ده آروا ته په ګډه دعاو کوو!!
tags

ستاسې تبصرې

*


Top