روغتیا وزارت: ځینو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه موقتي تړل شوي

روغتیا وزارت: ځینو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه موقتي تړل شوي



په افغانستانکې یوه راپور خپور شوی، په راپور کې راغلي په هېواد کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې ډېر لږ روغتیايي مرکزونه په موقته توګه تړل شوي، نه دومره ډېر مرکزونه چې د روغتیا نړیوال سازمان یې راپور ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
هغه وویل، چې تړل شوي روغتیايي مرکزونه د سیمو د خلکو او مشرانو په مرسته، بېرته پرانېزي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ناامینو له امله په افغانستان کې ۱۶۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top